ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مستغني: ايران کې د افغانانو پر اعدام اندېښمن يو

author avatar
21 Apr 2014 - 16:05
author avatar
21 Apr 2014 - 16:05

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٣): د بهرنيو چارو وزارت په ايران کې د افغانانو د اعدام په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او د هغه هېواد له حکومت څخه يې وغوښتل، چې په داسې مواردو کې دې د روڼوالي له مخې چلند وکړي.

د تخار د چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، د ايران حکومت تېره اونۍ د دغه ولايت شپږ اوسېدونکي، چې په ياد هېواد کې په کار بوخت وو، اعدام کړي او مړي يې هم تر اوسه افغان حکومت ته نه دي سپارلي.

د بهرنيو چارو وزارت د افغانانو د اعدام په غبرګون کې وايي، دولت د دې ترڅنګ چې په نشه يي توکو پورې تړلي هر ډول جنايت کارانه اعمال او جرمونه غندي او د مجازات وړ يې بولي، خو په ايران کې د افغانانو د اعدام په تړاو سخته اندېښنه او اعتراض څرګندوي.

 د دغه وزارت وياند احمدشکېب مستغني، په خپله نننۍ خبري غونډه کې وويل، دولت لا له وړاندې په دې اړه خپلې اندېښنې له ايراني چارواکو سره شريکې کړې او له ايران نه غوښتنه شوې، چې پر اعدام محکومو افغانانو مجازات دې له اعدام نه لږ تر لږه دايمي بند ته را ښکته کړي، چې په خوا په ځينو مواردو کې دا تقاضا اغېزناکه واقع شوې ده.

 هغه زياته کړه، کله چې دوه کاله وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بنديانو د بېرته ورکولو پر هوکړه ليک بحث کېده، پر اعدام محکومو د ٥٠ افغانانو مجازات پر دايمي بند بدل شول، خو له بده مرغه چې په دې وروستيو کې يې داسې معلومات ترلاسه کړي، چې ځيني افغانان د نشه يي توکو د قاچاق په تور د ايران په اصفهان ښار کې اعدام شوي دي.

د بهرنيو چارو وزارت د وياند په وينا، چې د افغانانو د اعدامونو درولو لپاره هڅې روانې دي او د افغانستان حکومت په بيا بيا له ايراني لوري غوښتنه کړې، چې په دې ډول مواردو کې د روڼوالي له مخې چلند وکړي، نه دا چې افغانان په هغه صورت کې د افغانستان سفارت له مخکنۍ خبرتيا وړاندې اعدام شي.

مستغني زياته کړه: ((زموږ بله غوښتنه دا ده، چې په ايران کې افغان بنديانو ته کونسلي حقونو ته د لاسرسي حق ورکړل شي او په تهران کې زموږ سفارت او همدارنګه په ايران کې زموږ نورو جنرال کونسګريو ته د دې امکانات برابر کړي، چې بندي افغانانو ته کونسلي خدمات وړاندې کړو.))

په تازه ډول د بښنې نړيوال سازان او د افغانستان مشرانو جرګې د افغانانو د اعدام په اړه اندېښنه ښودلې او مشرانو جرګې خو په هېواد کې د ځينو خيريه موسسو د تړلو غوښتنو هم کړې ده.

په وروستيو څو کلونو کې په ايران کې سلګونه افغانان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي او اعدام شوي، چې ډېرى هغه يې د هرات، فراه او نيمروز ولايتونو اوسېدونکي وو.

تر اوسه پورې د افغانستان او ايران دولتي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي، چې په ايران کې څومره شمېر افغانان په اعدام محکوم شوي، خو د بشري حقونو کمېسيون او مدني ټولنو ويلي، چې په ايران کې دوه زره افغانان پر اعدام محکوم شوي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.