ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا په يوه ديني مدرسه کې وسلې او مهمات نيول شوي

د پکتيکا په يوه ديني مدرسه کې وسلې او مهمات نيول شوي

author avatar
10 May 2014 - 11:14
د پکتيکا په يوه ديني مدرسه کې وسلې او مهمات نيول شوي
author avatar
10 May 2014 - 11:14

ښرنه (پژواک٢٠ غويى ٩٣): چارواکي وايي، چې د پکتيکا په يوه ديني مدرسه کې يې په ډېر شمېر وسلې او مهات  نيولي دي.

د ياد ولايت د والي وياند مخلص افغان د غويي په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ملي او سيمه ييزو پوليسو د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ د بحرالعلوم په نوم پر غير رسمي ديني مدرسه يې  عمليات ترسره کړل.

نوموړى وايي، پوليسو په دې مدرسه کې د عملياتو پر مهال، د الو انداز څلور مرمۍ، دوه د راکټ او لس د هاوان مرمۍ، شپږ ماينونه او يو شمېر سپکې وسلې نيولې دي.

افغان زياتوي: ((د دې ديني مدرسې مرستيال، چې نېغ په نېغه  په دې قضيه کې ښکېل دى، له ٣ نور استادانو سره، چې تورن دي، نيول شوى او او ترې پوښتنې روانې دي.))

دسروبي يوه اوسېدونکي زلمي خروټي پژواک ته وويل، چې په دې مدرسه کې لسګونه زده کوونکي ديني زده کړې کوي.

هغه په مدرسه کې د وسلو او مهماتو په اړه معلومات نه لرل، خو يادونه يې وکړه، چې د بحرالعلوم په نوم ياده مدرسه د پکتيکا په کچه مشهوره ديني مدرسه ده.

ولايتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، چې دا وسلې او مهمات د څه هدف لپاره په دې مدرسه کې ځاى پر ځاى شوي وو خو يادونه يې کړې، په دې تړاو څېړنې روانې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.