غزني-هرات (پژواک٢٠ غويى ٩٣): د غزني په ناور ولسوالۍ کې د هغې نجلۍ مړى موندل شوى، چې ١٥ ورځې مخکې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوې وه، بلخوا په هرات کې بيا يوه مېرمن خپل خاوند وژلې ده.
د ناور ولسوال محمد جمعه د غويي په ٢٠مه پژواک ته وويل، چې د يادې نجلۍ مړى نن سهار د قورغې په نوم سيمه کې د هغې د کور مخکې ته موندل شوى دى.
ولسوال وايي: ((١٥ ورځې مخکې د قورغې په سيمه کې يوه ١٨ کلنه نجلۍ نامعلومو کسانو وتښتوله. موږ د هغې په لټه عمليات وکړل خو پيدا مو نه شوه کړاى. نن سهار د نجلۍ مړى د هغې د کور مخکې ته پروت و.))
ولسوال زياتوي، چې د نجلۍ د تښتونې په شک يې د ياد کلي دوه تنه نيولي او اوس پوښتنې ترې روانې دي.
د غزني د عامې روغتيا روغتون رييس بازمحمد همت پژواک ته وويل، چې نن سهار د يوې ۱۸ کلنې پېغلې مړى د څېړونو لپاره وروړل شوى دى.
دى وايي: ((زموږ څېړنې ښيي، چې نجلۍ وهل او ډبول شوې، لاس او پښې يې هم مات دي.))
د وژل شوې نجلۍ پلار علي رضا پژواک ته وويل، چې لور يې ١٥ ورځې مخکې نامعلومو کسانو وتښتوله او نن سهار يې ورته مړى د کور مخې ته په اوبو کې غورځولى و.
هغه وويل: ((له هېچا سره دښمني نه لرم، لور مې ١٥ورځې مخکې څاروي څرځاى ته بيولي وو او بيا له هغه ځايه نادرکه شوه.))
هغه له دولته وغوښتل، چې د لور قاتلين يې پيدا او د قانون منګلو ته وسپاري.
ده ونه ويل، چې لور يې د ولسوالۍ په کومه سيمه کې څاروي څرول او د کورنۍ نور غړي يې ورسره وو که نه؟
د غزني د ښځو چارو رييسې شکريې ولي پژواک ته تاييد کړه، چې د ناور په ولسوالۍ کې د يوې تښتولې شوې نجلۍ مړى موندل شوى خو په اړه يې نور معلومات ور نه کړل.
په ورته وخت کې يوه ځوانه مېرمن په هرات کې د خپل خاوند له خوا ووژل شوه.
د هرات د حوزوي روغتون د چارواکو په وينا، چې دا اتلس کلنه مېرمن تېره شپه د شينډنډ ولسوالۍ په ده پهلوان کلي کې د خپل خاوند له خوا د چاقو په ګوزار وژل شوې ده.
د دغه روغتون وياند محمدرفيق شيرزي پژواک ته وويل، چې د دې مېرمنې مړى نن سهار د هرات حوزوي روغتون ته ور وړل شوى دى.
شېرزي وړاندې زياته کړه، د روغتون څېړنې څرګندوي، چې دغه مېرمن د کورني تاوتريخوالي له امله د خپل خاوند له خوا د چاقو په څو ګوزارونه وهل شوې ده.
په ورته وخت کې د هرات د پوليسو وياند عبدالروف احمدي د دې پېښې د پخلي ترڅنګ وويل، چې د دې مېرمنې خاوند تښتېدلى خو د نيولو په موخه يې د پوليسو هڅې روانې دي.
د ده په خبره، لومړنۍ څېړنې څرګندوي، چې ياده مېرمن د کورني تاوتريخوالي له امله د خپل خاوند له خوا وژل شوې ده.
تېره اونۍ هم يوه ځوانه مېرمن د هرات په کرُخ ولسوالۍ کې د بېل په وسيله وژل شوې وه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن