ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اردو څلور سرتېري او ٤١ وسله وال وژل شوي

د اردو څلور سرتېري او ٤١ وسله وال وژل شوي

author avatar
14 May 2014 - 15:25
د اردو څلور سرتېري او ٤١ وسله وال وژل شوي
author avatar
14 May 2014 - 15:25

غزني (پژواک ٢٤ غويى ٩٣): د ملي دفاع وزارت وايي، چې د ځينو امنيتي پېښو او عملياتو په ترڅ کې د ملي اردو د څلورو سرتېرو ترڅنګ ٤١ وسله وال وژل شوي او ٤٥ نور وسله وال ټپيان دي.

د دغه وزارت د چارواکو په وينا، چې وسله والو ته ياده مرګ ژوبله په عملياتو کې ور اوښتې خو د اردو سرتېري د ماين په چاودنو کې وژل شوي دي.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د دريمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د غويي په ٢٤مه پژواک ته وويل، چې تېره شپه د غزني په  ښار او يو شمېر ولسواليو کې عمليات ترسره شوي دي.

سلطاني وايي، د “فېروز” په نوم  په دغو عملياتو کې، چې په ګيرو، اندړو او ده يک ولسواليو کې ترسره شول، د دوو طالب قوماندانو په ګډون ۲۳ وسله والو وژل شوي او ۴۲ نور ټپيان دي.

د ده په خبره، د قره باغ  ولسوالۍ د عسکرکوټ او قبرغې په سيمو کې هم د دغو عمليات په ترڅ کې۱۶وسله وال وژل شوي او٣ نور ټپيان دي.

سلطاني زياتوي، چې د غزني ښار د قاضي کلا په سيمه کې هم عمليات شوي، چې په ترڅ کې دوه وسله وال وژل شوي دي.

نوموړي يادونه وکړه، چې په عملياتو کې ولسي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

د “فيروز” په نامه چاڼيز عمليات د غويي په١٠مه په ټول هېواد کې پيل شوي، چې د چارواکو په وينا تر اوسه په کې ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځيني نيول شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په غزني کې د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي خو د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې يې د ٢٠ افغان سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.

چارواکو دا ادعا رد کړې خو ملي دفاع وزارت د غويي په ٢٤مه پژواک ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې  د ماين په ځينو چاودنو کې يې ٤ سرتېري وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغو پېښو د ځاى  او وخت  په اړه څه نه دي ويل شوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.