فراه ښار، قلعه نو( پژواک ١٥ غبرګولى ٩٣): د بادغيس په بالامرغاب او د فراه په پشترود ولسوالۍ کې، د پشترود د امنيه قوماندان په ګډون ١٢ پوليس ټپيان شوي دي.
د فراه د پشترود ولسوال غوث الدين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د دې ولسوالۍ په مساو کلي کې پر سړک د ځاى پر ځاى شوي ماين په چاودنه کې د پشترود امنيه قوماندان او د هغه پنځه ساتونکي ټپيان شول.
د ده په وينا، يادو پوليسو په سيمه کې دوه ځاى پر ځاى شوي ماينونه شنډ کړي وو او وروسته يې پر رينجر موټر د بل ماين چاودنه شوې وه.
دغه ټپيان د فراه ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دې روغتون امر ډاکټر عبدالحکيم رسولي، وايي چې له يادو ټپيانو څخه د امنيه قوماندان د يو ساتونکي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د روان کال د غويي په ٢٣مه هم په مساو کې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې پلار او زوى ووژل شول او د همدې مياشتې په درېيمه د يادې ولسوالۍ په “چهارده ” سيمه کې پر يو زرنج موټرسايکل د سړک غاړې ماين په چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي وو.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د بادغيس د بالامرغاب ولسوالۍ په مورچاق سيمه کې د وسله والو مخالفينو د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله شپږ سرحدي پوليس ټپيان شوي دي .
په دې ولايت کې د سرحدي پوليسو د کنډک قوماندان محمد همدرد پژواک ته وويل، چې دغه ټپيان د بالامرغاب په کلينيک کې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
په بالامرغاب کې تېره او وړمه ورځ هم نښتې شوې وې.
په بادغيس کې د ملي اردو چارواکو تېره ورځ ويلي وو، چې د بالامرغاب په اکازو سيمه کې د نښتو پر مهال ١٤ وسله وال مخالفين او درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي .
خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي،وايي چې د بالامرغاب په اکازو او ځينو نورو سيمو کې د نښتو پر مهال له دولتي ځواکونو څخه ٩ تنه وژل شوي او ٣٢ نور ټپيان دي.
دغه راز دى وايي، چې په دې نښتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن