کندوز، فيض اباد (پژواک ١٥ غبرګولى ٩٣): د کندوز په هوايي بريد کې د طالبانو د يوه پوځي مسوول په ګډون ٩ وسله وال مخالفين، همدارنګه په بدخشان ولايت کې د ملي اردو څلور سرتېري او مېرمن وژل شوي دي.
د شاهين ٢٠٩ قول اردو د دويمې لوا وياند جګړن غلام حضرت کريمي وايي، د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ په انجير سيمه کې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د تېرې شپې په هوايي بريد کې پنځه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په وژل شويو کسانو کې د دشت ارچي ولسوالۍ پوځي مسوول قاري ولي محمد هم شامل دى.
د ملي اردو دغه چارواکي زياته کړه، چې قاري ولي محمد له تېرو څو کلونو راهيسې د طالبانو له لوري د نومول شوي امنيه قوماندان په توګه کار کاوه او د هغه وژل کېدل به پر امنيت ښه اغېز پرېباسي.
جګړن کريمي وايي، چې په دشت ارچي کې د “ذوالفقار ٢” عملياتو په ترڅ کې څلور نور وسله وال مخالفين هم وژل شوي او ٨ نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، تر دې مهاله د وسله والو له شتون څخه ٨ کلي پاک کړل شوي او د هوايي ځواک په ملاتړ دغه عمليات دوام لري.
د انجير کلي اوسېدونکي عبدالجليل وويل، چې تېره شپه الوتکو ډېر پروازونه کول او د څو بمونو اوازونه يې هم اورېدلي، له هغه وروسته خبر شول چې د وسله والو مخالفينو د يوه قوماندان په ګډون څو وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د دغه کلي ډېرى خلک د عملياتو د دوام له امله له کلي کډه شوي او بمبار په نااستوګنو سيمو کې شوى دى.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د دولت د هوايي او ځمکنيو عملياتو پر وړاندې مقاومت کوي او دولتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې، چې تر اوسه يې کره معلومات په لاس کې نشته.
بل خوا د بدخشان ولايت په جرم ولايت کې په يوه بله پېښه کې، د ملي اردو څلور سرتېري او يو ملکي وګړى وژل شوي دي.
د بدخشان امنيه قوماندان لوى پاسوال فضل الدين عيار يژواک ته وويل، چې دغه څلور سرتېرې پرون ماښام د يوې ګزمې پر مهال د طالبانو تر بريد لاندې راغلي او له هغه پرته د درېيو سيمه ييزو پوليسو په ګډون دوه نور سرتېري ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، هغوى ته دغه کمين په يباب سيمه کې نيول شوى و، چې له هغه وروسته جګړې څو ساعته دوام پيدا کړ چې په ترڅ کې وسله والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې کره معلومات نه لري.
د جرم ولسوال نوراقا نادري وويل، چې په دغه کمين کې دوه رينجر موټر سوځېدلي او د طالبانو له لوري پر يوه کور د بريد په پايله کې يوه مېرمن هم وژل شوې ده.
خو د طالبانو وياند بيا ادعا کوي، چې په دغه کمين کې يې د ملي اردو او پوليسو ١٧ سرتېري وژلي او درې ټانکونه او درې رينجر موټر يې سوځولي او پر دې سربېره يې وسلې هم تر لاسه کړې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن