اسعد اباد ( پژواک، ٧ چنګاښ ٩٣ ): د کونړ دولتي چارواکي وايي، چې پاکستانيو پوځيانو پر دې ولايت ٧٣ نور توغندي توغولي، چې له امله يې خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.
ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د چنګاښ په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې پاکستانيو ځواکونو ياد توغندي په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ددې ولايت پر شيګل او دانګام ولسواليو توغولي دي.
هغه زياته کړه، چې ٦٣ توغندي پر دانګام او لس نور پر شيګل ولسوالۍ توغول شوي ، چې له امله يې خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.
سيدخېل وويل، چې په دې بريدونو کې د خلکو يو شمېر څاروي له منځه تللي او ځنګلونو ته هم زيان اوښتى دى.
د کونړ چارواکي وايي، چې د پاکستانيو ځواکونو د تازه بريدونو له امله سلګونه کورنۍ کډه شوې دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن