ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لومړنۍ پايلې: اشرف غني تر عبدالله وړاندې دى

author avatar
7 Jul 2014 - 18:59
author avatar
7 Jul 2014 - 18:59

کابل (پژواک، ١٦چنګاښ ٩٣): د ټاکنو خپلواک کميسيون تر پنځه ورځني ځنډ وروسته د دويم پړاو ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې، چې له مخې يې ډاکټر اشرف غني احمدزي ٥٦،٤٤ او ډاکټر عبدالله عبدالله ٥٦، ٤٣ سلنه رايې اخيستې دي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر احمد يوسف نورستاني د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ١٦مه) په يوه خبري ناسته کې وويل، احمدزى په ١٢،٨٨ سلنه رايو تر خپل يواځيني سيال عبدالله عبدالله مخکې دى.

لومړنۍ پايلې ښيي، چې د ١٣٩٣ کال د غبرګولي ٢٤مې په ټاکنو کې ټولې اته ميليونه، يو سل نهه زره څلور سوه درې نوي (٨١٠٩٤٩٣) رايې کارول شوې دي. د اساسي قانون له مخې، هر کانديد چې په دويم پړاو کې ډېرې رايې واخلي، د ټاکنو ګټونکى دى.

نو په دې توګه، اشرف غني احمدزي د لومړنيو پايلو له مخې، د ولسمشرۍ لپاره دغه قانوني معيار پوره کړى دى.

د احمدزي ټولې رايې څلور ميليونه څلور سوه پنځه اتيازره اته سوه اته اتيا (٤٤٨٥٨٨٨) او د عبدالله رايې درې ميليونه څلور سوه يو شپېته زره شپږ سوه نهه دېرش  (٣٤٦١٦٣٩) دي.

هغه وويل، چې په ټوله کې صندوقونو ته له لويدلو رايو څخه ٧٩٧٢٧٢٧ رايې معتبرې او ١٣٦٧٦٦ رايې باطلې دي.

د ټاکنو کميسيون مشر وويل، دې کميسيون په لومړي دور کې ٢٩٩ محلونه تفتيش کړي، چې په دې کې ٢٥٠ رايې د اشرف غني او ٦٨٤ رايې د عبدالله رايې باطلې شوې دي. دغه راز په دوهم دور کې د کانديدانو د شکايتونو پربنسټ د ١٩٣٠ محلونو رايې تفتيش شوي، چې په دې کې ٦٤٢٧ رايې د اشرف غني او ٤٤٢٨ رايې د عبدالله باطلې شوې دي.

د نورستاني د معلوماتو له مخې، د ټاکنو خپلواک کميسيون د خپلو څېړنو په پايله کې د ٥٠ محلونو رايې باطلې کړې دي.

په پام کې وه، چې د تېرې دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ١١مه) لومړنۍ پايلې اعلان شي، خو پنځه ورځې وځنډېدې. کميسيون يې د ځنډ لامل د ١٩٣٠ محلونو د رايو تفتش وباله چې د احتمالي درغليو ګومان پرې کېده.

د ټاکنو خپلواک کميسيون د مشر د معلوماتو له مخې، د غبرګولي د ٢٤ مې په ټاکنو کې ٥٠٥٧٦١٣ نارينه وو، چې ٦٢،٣٧ سلنه کېږي او او ٣٠٥١٨٨٠ ښځو چې ٣٧،٦٣ سلنه کېږي ونډه اخيستې وه.

نورستاني وويل، چې د ټول هېواد په کچه يې د راى ورکونې له ٢٣١٣٦ محلونو له ډلې ٢٢٧٧٨ خلاص وو.

هغه زياته کړه، له دې جملې ٥٧٩ محلونه د امنيتي ستونزو له امله د ټاکنو په ورځ نه و پرانيستل شوي او په ٢٩٩ محلونو کې رايه اچونه ترسره نه شوه، چې ټول ٨٧٨ محلونو کېږي.

د نورستاني د معلوماتو له مخې، د ټاکنو په دويم پړاو کې د رايې ورکونې ٦٣٦٥ مرکزونه پلان شوي وو، چې د رايې ورکونې ٢٣١٣٦ محله کېږي. همدارنګه د رايې ورکونې ٥٧٠ احتياطي محلونه هم په پام کې نيول شوي وو.

هغه زياته کړه، چې د ټاکنو په ورځ ١٩٣ مرکزونه، چې ٥٧٩ محلونه په کې شامل دي، تړلي وو او په ٢٩٩ محلونه کې رايه وانه چول شوه.

د ټاکنو خپلواک کميسيون رييس په داسې حال کې، چې په ټاکنو کې د شاملو محلونو شمير يې ٢٢٧٧٨ محله ياد کړ، وويل چې په ١٣ ولايتونو کې د ٥٠ محلونو رايې، چې په ټوله کې ٢٥٢٠٠ رايې کېږي؛ د دغه کمېسيون له خوا باطلې شوې دي.

نورستاني د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې په لومړي پړاو کې ٢٩٩ مرکزونه تفتيش شول، چې په پايله کې يې ٢١ محله اغېزمن شول،   د اشرف غني ٢٥٠ او د ډاکټر عبدالله ٦٨٤ رايې کمې شوې.

همدارنګه د تفتيش په دويم پړاو کې د ١٩٣٠ محلونو رايې له سره وشمېرل شوې، چې په پايله کې يې د ډاکټرعبدالله ٦٤٦٧ رايې او د ډاکټر عبدالله ٤٤٢٨ رايې کمې شوې.

نورستاني په خپلو خبرو کې وويل، چې د ټاکنو کميسيون به د روانې چنګاښ مياشتې په ٣١مه د ولسمشريزو ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړي.

د ده په وينا، د لومړنيو پايلو اعلان د يوه کانديد د برياليتوب په معنا نه دى، د ټولو شکايتونو له څېړنې او ارزونې وروسته په دې پايلو ښايي بدلون راشي.

نوموړي له دواړو کانديدانو او پلويانو يې وغوښتل، چې د لومړنيو پايلو په ډاګه کېدو سره خپل احساسات کابو کړي.

يوسف نورستاني وويل، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون په ټولو پرېکړو کې خپلواکه دى او کميسيون ته د ملګرو ملتونو استازى يان کوبېش په دې موخه ورته، چې کميسيون په جريان کې واچوي.

ده زياته کړه، چې د دواړو نوماندانو ترمنځ د ٧زره محلونو د رايو په بيا پلټنه هوکړه شوې ده.

د هغه په وينا، دغه راز د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم له خوا د تحول او تداوم ټيم ته لس وړانديزونه شوي، چې تراوسه يې په څلورو سلا شوې او پاتې نور تر بحث لاندې دي. 

نورستاني وويل، په اوسنيو شرايطو کې په افغانستان کې له نړيوالو معيارونو سره سم د ټاکنو ترسره کول ګران کار دى.

د ده په خبره، په افغانستان کې د ټاکنو خپلواک کميسيون په يواځې سر نه شي کولاى چې ټاکنې ترسره کړي، نو له دې امله اړينه ده چې اړونده ادارې او حکومت ورسره همکاري وکړي.

نورستاني وايي، په دې کې شک نشته چې د ټاکنو په دوهم پړاو کې هم درغلۍ شوې دي، خو اوس د ټاکنو د شکايتونو د کميسيون مسووليت دى چې په دغې برخه کې پلټنې وکړي.

يوسف نورستاني، د ټاکنو د امنيت په نيولو کې د امنيتي ارګانونو ستاينه وکړه او زياته يې کړه، د ټاکنو د محلونو د پرانيستلو مسووليت د امنيتي اورګانونو په غاړه و او کميسيون د هغوي د ارزونې پر بنسټ د رايې اچونې محلونه پرانيستي وو.

هغه وايې، په ټاکنو کې ځينو دولتي لوړپوړو چارواکو او امنيتي ځواکونو مسوولينو په ټاکنيز بهير کې لاسوهنه کړې ده.

نورستاني د ټاکنو د بهير د پوښښ له امله له رسنيو مننه وکړه، خو ځينې رسنۍ يې اختلافاتو او تفرقې ته په لمن وهلو تورنې کړې، خو د کومې رسنۍ نوم يې په ډاګه نه کړ.

د قانون له مخې، د ټاکنو کميسيون لومړنۍ پايلې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ته استوي، ترڅو يې اړه کېدونکي شکايتونه چې تر اعلان وروسته د ٢٤ ساعتونو په موده کې ثبتېږي او يا پخوا شوې دي، وڅېړي.

د شکايتونو کميسيون د لسو ورځو لپاره شکايتونه څېړي او په بله ورځ يې خپله نهايي پرېکړه چې وروستي نتايج دي، د اعلان په موخه بېرته د ټاکنو کميسيون ته استوي. د ټاکنيز مهال وېش له مخې، وروستۍ پايلې د چنګاښ په ٣١مه اعلانېږي.

که د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د څېړنو په پايله کې د کانديدانو په رايه کې د پام وړ بدلون رانه شي، نو احمدزى به د زمري په ١١مه د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

د عبدالله پرېکون

د ټاکنو لومړنۍ پايلې په داسې حال کې اعلانېږي، چې په ټاکنو کې د پراخو درغليو د ادعا پر سر د کانديدانو او ټاکنيزو بنسټونو ترمنځ اړيکې ترېنګلې دي.

د اشرف غني سيال عبدالله عبدالله، چې شاوخوا شل ورځې وړاندې يې له ټاکنيز بهير سره پرېکون کړى او د ټاکنو له کميسيون څخه يې غوښتي، چې د هر ډول پايلو اعلان وځنډوي.

تېره ورځ ډاکټر عبدالله عبدالله وويل، ترڅو چې ناپاکې رايو له پاکو رايو بېلې نه شي، دى به يې هېڅکله ونه مني.

د ده باور دا دى، که داسې ونه شي او پايلې اعلان شي، نو ناپاکې رايې هم په پايلو کې شاملېږي.

عبدالله وايي، د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې په لويه کچه درغلي شوې ده او ادعا لري، چې حکومتي او د ټاکنيزو کميسيونو ځينې چارواکي هم په کې لاس لري.

نوموړي له همدې امله د غبرګولي په ٢٨ مه له ټاکنيزو کميسيونونو خپل څارونکي ور وبلل او له دې بهير سره يې پرېکون اعلان کړ.

د عبدالله عمده غوښتنې دا وې، چې د څه دپاسه اووه ميليونه کارول شويو رايو په اړه معلومات ورکړل شي او د ټاکنو کميسيون د دارالانشاء د مشر دنده وځنډېږي؛ همداسې وشول، خو د ده قناعت يې نه دى پوره کړى.

عبدالله باور لري چې په دويم پړاو ټاکنو کې د تېر ځل په پرتله د خلکو ونډه کمه وه او په ځينو ولايتونو کې کارول شوې رايې پر شريطو د برابرو کسانو له شمېر څخه ډېر دى.

عبدالله وايي، ټول هغه محلونه دې د نړيوالو څارونکو په شتون کې بيا و ارزول شي، چې د يوه کانديد په ګټه په کې تر ٩٣ سلنه ډېرې رايې کارول شوې دي.

د اصلاحاتو او همپالنې ټيم ويلي، که غوښتنې يې ومنل شي، دوى به له ټاکنيزو کمېسيونونو سره شاوخوا شل ورځنى خپل پرېکون پاى ته ورسوي.

عبدالله عبدالله تر اوسه د لومړنيو پايلو د اعلان پر وړاندې غبرګون نه دى ښودلى.

د يادونې وړ ده، چې د ټاکنو کميسيون نننۍ پايلې هم د تېرو قسمي پايلو په څېر د پژواک خبري اژانس له هغه راپور سره اړخ لګوي، چې د غبرګولي مياشتې په ٢٥مه يې خپور کړى وو.

پژواک د تېرې غبرګولي مياشتې ٢٥مه د رايې ورکونې د ورځې په سبا په ٣٤ ولايتونو کې ١٧٠ محلونو رايې و شمېرلې، چې په ترڅ کې څرګنده شوه، اشرف غني تر خپل سيال عبدالله نږدې پنځه سلنه مخکى دى.

د ولسمشريزو ټاکنو لومړى پړاو

د ولسمشريزو ټاکنو لومړى پړاو د وري مياشتې په ١٦مه ترسره شوې، چې د عبدالله او احمدزي په ګډون اتو کانديدانو ډاکټر زلمي رسول، استاد عبدرب الرسول سياف، قطب الدين هلال، محمد شفيق ګل اغا شېرزي، محمد داوود سلطان زوى او هدايت امين ارسلا، په کې سره سيالي وکړه.

په لومړي پړاو کې هېڅ کانديد ونه توانېده د برياليتوب لپاره اړينې ١+%٥٠ سلنه رايې خپلې کړي.

د اساسي قانون له مخې، عبدالله او احمدزى چې تر خپلو نورو سيالانو يې ډېرې رايې اخيستې وې، دويم پړاو ته لاره ومونده.

د ټاکنو په لومړي پړاو کې عبدالله ٤٥ او احمدزي ٣١،٦ سلنه رايې اخيستې وې.

په لومړي پړاو ټاکنو کې ټول ټال ٦٦٠٤٥٤٦ رايې کارول شوې وې.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.