کابل (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٣): د کورنيو چارو وزارت د کابل امنيه قوماندان پاسوال ظاهر ظاهر د دندې ځنډولو په اړه خپرې شوې اوازې رد کړې.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نجيب دانش د سې شنبې (د چنګاښ ١٧مه) د کابل د امنيې قوماندان د دندې ځنډېدو په اړه خپرې شوې اوازې په بشپړه توګه رد کړې او زياته يې کړه: ((امنيه قوماندان اوس مهال په نورمال ډول خپله دنده مخته وړي.))
نوموړي په دې برخه کې خپاره شوي راپورونه غير موثق وبلل.
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل د ١١٩ رياست رييس سمونوال همايون عيني نن سهار پژواک ته د پاسوال ظاهر د دندې ځنډولو پخلى وکړ.
په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي وويل چې د امنيه قوماندان دنده په کابل کې د ناامنيو د زياتوالي له امله ځنډول شوې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن