کابل (پژواک، ٩لېندۍ ٩٣): د کابل امنيه قوماندان لوى پاسوال محمد ظاهر ظاهر له خپلې دندې استعفا وکړه .
د کابل امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل لوى پاسوال محمد ظاهر ظاهر له يوې اونۍ راهيسې غوښتل له دندې ګوښه شي ، چې نن يې په رسمي توګه استعفا ورکړه
نوموړي د جنرال ظاهر د استعفا لامل په ګوته نه کړ ، خو ويې ويل ، چې جنرال ظاهر نور نه غوښتل ، چې په دې دنده پاتې شي .
ستانکزي زياته کړه ، چې کورنيو چارو وزارت د لوى پاسوال ظاهر استعفاه ومنله .
جنرال ظاهر په داسې حال کې د کابل امنيه قوماندانۍ څوکۍ پرېږدي او استعفا کوي ، چې په نږدې دوه اونيو کې په کابل ښار شاوخوا لس چاودنې او ځانمرګي بريدونه وشول، چې د ملي شورا د غړيو ترڅنګ يې د هيوادوالو نيوکې او غبرګونه هم را وپارول .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن