کابل ( پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۳): ملګرو ملتونو د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو او حامد کرزي ته د ۴۳ سلنې رايو د بيا شمېرنې وړانديز کړی دی.
په هغې خبرپاڼه کې، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي چې تېر ماښام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي، د ولسمشر د مرستيالانو، قاضي القضات، د اساسي قانون پر تطبيق د څار کمېسيون د مشر او د ټاکنيزو کمېسيونونو د مشرانو او غړو په ګډون په ولسمشرۍ ماڼۍ کې يوه غونډه تر سره شوه.
سرچينه زياتوي، په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي يان کوبېش، د ولسمشرۍ ټاکنو له کانديدانو سره د خپلو خبرو اترو په اړه برخه والو ته معلومات ورکړل او د ټاکنيزې لانجې د حل لپاره يې تر ۸۰۰۰ زياتو د رايې ورکولو محلونو (صندوقونو) د تفتيش او څېړنې په اړه، چې د ټولو استعمال شويو رايو ۴۳ سلنه (درې نيم ميليونه) رايې کېږي، د دې سازمان وړانديز غونډې ته وړاندې کړ.
د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي يان کوبېش ويلي، چې دا طرحه به د جمعې په ورځ په رسمي ډول دواړو کمېسيونونو او د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو ته وړاندې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر حامدکرزي ويلي، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د وړانديز او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د توافق په احترام، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د ستونزې لپاره يې د يوې حل لارې د موندنې په موخه د ملګرو ملتونو سازمان له منځګړيتوب سره هوکړه کړې وه، د دې سازمان طرحه تاييد کړې او له ټاکنيزو کمېسيونونو او د ولسمشرۍ له کانديدانوڅخه يې وغوښتل، چې په دې اړه له ملګرو ملتونو سازمان سره همکاري وکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن