ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نور: د رايو د څار لړۍ به په خپلې ټاکلې مودې پاى ته ورسيږي

19 Jul 2014 - 17:55
19 Jul 2014 - 17:55

کابل (پژواک ٢٨ چنګاښ ٩٣): په داسې حال کې، چې نن د ولسمشرۍ ټاکنو د رايو د بيا شمېرنې د څار لړۍ درېيمه ورځ ده، د ټاکنو کمېسيون تر دې مهاله يواځې د رايې ورکولو، د ٢٣٤  مرکزونو رايې څېړلې دي.

 د دغه کمېسيون چارواکي وايي، چې دغه لړۍ به په خپل ټاکلي وخت پاى ته ورسيږي.

 د دغه کمېسيون وياند نور محمد نور نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې تر دې مهاله هره ورځ څلوېښت ټيمونه د سهار له خوا او څلوېښت نور يې له غرمې وروسته د رايو د شمېرنې لړۍ ته دوام ورکوي.

 هغه په دې اړه څه ونه ويل، چې نن به د رايې ورکولو څو صندوقونه وڅېړل شي، خو د ټاکنو کمېسيون مشر ويلي و، چې د رايو څېړنې لپاره به ١٠٠ کاري ډلې رامنځته شي او هره ورځ به ١٠٠٠ صندوقونه وڅېړي.

 د رايو څېړنې لړۍ که چېرې د دغه کمېسيون د مشر د ژمنې له مخې پر مخ ولاړه شي نو ياده لړۍ به د درېيو اونيو په ترڅ کې پاى ته ورسيږي، خو په تېرو دوو ورځو کې يواځې ٢٣٤ صندوقونه څېړل شوي، چې په ظاهري ډول په ټاکلي وخت د يادې لړۍ د بشپړېدو له امکان څخه لرې ښکاري.

 خو د ټاکنو کمېسيون وياند وايي، چې په ټاکل شوې مودې کې د رايې څېړنې لړۍ بشپړېدو ته ژمن دي او دغې موخې ته د رسېدو لپاره به د روژې له مياشتې وروسته شپه ورځ کار وکړي.

 نور وويل، چې د رايو د تفتيش لړۍ تر دې مهاله د ملي او نړيوالو څارونکو او مشاهدينو په شتون کې په ښه ډول روانه ده.

 هغه زياته کړه: ” همدا اوس د رايې ورکولو د صندوقونو شا وخوا ٤٠ ټيمونه څېړنه کوي او په دويم شفټ کې هم په پام کې نيول شوې، چې شاوخوا ٤٠ ټيمونه د تفتيش لړۍ پر مخ يوسي.”

 نور وويل، تر اوسه پورې د څېړنې په لړۍ کې کومه جدي ستونزه نه ده رامنځته شوې او په تېرو دوو ورځو کې د رايې ورکولو ٢٣٤ صندوقونه څېړل شوي دي.

 د ټاکنو کمېسيون وياند د معلوماتو له مخې، د درېيو ولايتونو (بلخ، غزني او ميدان وردګ) د رايې ورکولو صندوقونه مرکزي دفتر ته رارسېدلي او ټاکل شوې، چې د نن ورځې تر پايه د کندهار، هرات او هلمند ولايتونو د رايو صندوقونه کابل ته راورسيږي.

 نور زياته کړه: ” د صندقونو لېږد د دواړو نوماندانو استازيو په شتون کې په فزيکي ډول تر سره کېږي او د دغې لړۍ مديريت د ټاکنو خپلواک کمېسيون پر غاړه لري، چې له ولايتونو څخه مرکزي دفتر ته د توکو لېږد د ناټو، ايساف او ملګرو ملتونو له لوري تر سره کېږي.”

 د ټاکنو کمېسيون وياند څرګنده کړه، چې د رايو د لېږد او څېړنې څخه د څار لپاره تر دې مهاله ٨٧٨ ملي او نړيوالو څارونکو او مشاهدينو له دوى سره ځانونه ثبت کړي دي.

 د نور د معلوماتو له مخې، پرون د دواړو ټيمونو ٣٤٦ څارونکو، ٢٥١ نړيوالو څارونکو بنسټونو او د مدني ټولنې ٢٨١ مشاهدينو له دغه کمېسيون څخه د څار او ليدنې کارتونه تر لاسه کړي دي.

 د هغه په وينا، له څارونکو پرته په هېواد کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ځانګړي استازي يان کوبېش او يو شمېر بهرنيو ډيپلوماټانو د رايو د شمېر له لړۍ څار وکړ.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version