سرپل ښار (پژواک ٣١ چنګاښ ٩٣): د سرپل ولايت امنيتي مسوولين وايي چې وسله والو مخالفينو د عامو خلکو لسګونه څاروي مړه کړي دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال نور حبيب ګلبهاري د چنګاښ په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کار د سوزمه قلعه ولسوالۍ په کته قلعه، قزاق او ملک کليو کې رامنځته شوى دى.
هغه زياته کړه، وسله والو مخالفينو چې څه موده مخکې يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، د غچ اخيستو په موخه د سيمې د خلکو پر رمو بريدونه کړي دي.
د نوموړي په وينا، په دغو بريدونوکې د سيمې د اوسېدونکو ٨٠ غوايان مړه شوي دي.
امنيه قوماندان وويل چې په دې اړه پوليسو په سيمه کې عمليات پيل کړي دي.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې په تخار ولايت کې د پوليسو يو قوماندان د خلکو لسګونه پسونه وړي وو.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن