ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نور: چک لېست او د باطلېدو لايحه زموږ له لوري نهايي شوې

نور: چک لېست او د باطلېدو لايحه زموږ له لوري نهايي شوې

author avatar
4 Aug 2014 - 19:28
نور: چک لېست او د باطلېدو لايحه زموږ له لوري نهايي شوې
author avatar
4 Aug 2014 - 19:28

کابل (پژواک ١٣ زمرى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د چک لېست او باطلېدو لايحه وروستۍ بللې او وايي، په هغو دوو مادو چې د رايو د تفتيش پروسې د درېدو لامل شوې وې، کلک تمرکز کوي، ترڅو په دې اړه د دواړو نوماندانو ډاډ تر لاسه کړي.

 د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم، د يادو دوو مادو پر سر د اختلاف له امله د رايو د بياشمېرنې له لړۍ سره چې د چنګاښ مياشتې ٢٦ مه په رسمي ډول پيل شوې، پرېکون کړى و، چې بلاخره د يادې پروسې پنځم پړاو پرون له غرمې وروسته له سره پيل شو او نن دغه پروسه د ياد ټيم د غړو په شتون کې روانه وه.

 د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور وايي، کمېسيون هوډ لري چې د بياڅېړنې لړۍ دچټکتيا او روڼتيا لپاره ټول هغه ميکانيزمونه، چې د دغه کمېسيون له لوري بشپړ شوي، په پام کې ونيسي ، هغه رعايت کړي او ټول کارونه د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو د څارونکو او نړيوالو مشاهدينو په شتون کې  تر سره کړي.

 نوموړي په نننۍ خبري ناسته کې وويل، د چک لېست ١١ معيارونه چې پر بنسټ يې د بياڅېړنې لړۍ پر مخ ځي، د کمېسيون له لوري او پنځه نور معيارونه يې د يوناما له لوري وړانديز شوي  او د تفتيش لړۍ له پرون راهيسې د هغو معيارونو له مخې پيل شوې او  روانه ده.

 نور زياته کړه، چې د رايو د باطلېدو لايحه هم د دواړو نوماندانو د وړانديز له مخې، ملګرو ملتونو ته سپارل شوې او ملګرو ملتونو د دواړو نوماندانو او تخنيکي ټيمونو د غوښتنو له مخې، د باطلېدو لايحه جوړه کړې ، کمېسيون ته يې سپارلې او کمېسيون هم له کوم بدلون پرته تصويب کړې ده.

 د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند وويل، چې د تفتيش لړۍ اوسمهال د همدې چک لېست او د باطلېدو لايحې له مخې پر مخ وړل کېږي.

 خو نوموړي څرګنده کړه: ” په دې کې شک نشته چې دغه چک لېست او لايحه ځينې ستونزې ولري ، موږ همېشه د سياسي مسايلو لپاره چانس ورکوو، چې پرې بحث وشي او مسايل  نور هم ښه غوره شي، خو اوسمهال موږ په دې نظر يو چې هم چک لېست او هم د باطلېدو لايحه نهايي شوې او کومه جدي ستونزه نه لري.”

 نور وويل، ځينې موارد چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم يې په اړه وړانديز کړى و، چې بايد ډېر تمرکز پرې وشي، کمېسيون په بشپړ ډول هغه په پام کې نيولي او په جدي ډول به پرې تمرکز وشي، ترڅو د دواړو نوماندانو ډاډ حاصل کړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنيز ټيم د چک لېست له ١٢ مې او ١٦ مادې سره مخالفت درلود او له همدې امله يې څو ځلې د ټاکنو له کمېسيون سره پرېکون اعلان کړى و.

 چک لېست، د رايو د تفتيش لپاره ١٦ مادې لري.

 د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنيز ټيم غړي امرالله امان وويل، د رايو د بياشمېرنې په پروسه کې د دوى د نه ګډون يو لامل دا و، چې د چک لېست له ١٦ مادو څخه يې ١٤ عملي کېدلې او تېره ورځ د ياد چک لېست په ١٢، او ١٦ مادې هم هوکړه وشوه او له هغه وروسته دوى د رايو د بياشمېرنې لړۍ کې ګډون وکړ.

 هغه وويل، چې د نورو پنځو جزيي مواردو په اړه له يوناما سره ناستې روانې دي او هيله ده، چې په دغو مواردو کې هم ورسره پرېکړه وشي.

 د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټاکنيز ټيم غړي محمد حليم فدايي، د رايو د بياشمېرنې په لړۍ کې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم له بياګډون هرکلى وکړ او ويې ويل، چې د رايو د باطلېدو لايحه او چک لېست نهايي شوى او کوم توپير په کې نه دى راغلى.

 د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند، د رايې د بياشمېرنې له لړۍ سره د اصلاحاتو او همپالنې ټيم له يوځاى کېدو د هرکلي تر څنګ وويل: ” نن مو د اصلاحاتو او همپالنې له ټيم سره خبرې درلودې او هغوى د رايو د بياڅېړنې له لړۍ څخه په بشپړ ډول راضي و،  ځينې نورې وړې ستونزې به هم ډېر ژر مطرح کړو او کمېسيون يې د حل هوډ لري.”

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.