ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نور: د رايو د بياڅېړنې کړنلاره به بدلون ونه مومي

7 Aug 2014 - 18:50
7 Aug 2014 - 18:50

کابل (پژواک ١٦ زمرى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي، چې د رايو د بياڅېړنې کړنلاره د بدلون وړ نه ده او د رايو د باطلېدو لړۍ به هم ډېر ژر د يوه ځانګړي سافټ وير له جوړېدو وروسته پيل شي.

 د دغه کمېسيون وياند نورمحمد نور، نن د رايو د بياڅېړنې د کړنلارې په اړه د نظرونو د اختلاف د شتون د پوښتنې په ځواب کې خبريالانو ته وويل، چې دغه شپاړس ماده يي کړنلاره د دواړو نوماندانو له لوري منل شوې او د بدلون وړ نه ده.

 نور زياته : ” هغه پروسيجر، چې د ملګرو ملتونو له لوري وروستى شوى، تاسو په جريان کې يى، چې په هغه کې د دواړو نوماندانو نظريات ځاى پر ځاى شوي، بلاخره نهايي شوي او د کمېسيون له لوري تصويب شوي هم دي. د ټاکنو کمېسيون له نظره، ټول هغه سندونه چې له مخې تفتيش کېږي، وروستۍ بڼه يې خپله کړې او په هغه کې کوم ډول بدلون نه شي رامنځته کېدلى.”

 خو نوموړي وويل، چې د رايو د باطلېدو کړنلاره تر اوسه پورې نه ده تصويب شوې، خو سافټ وير يې د چمتو کېدو په حال کې دى.

 نوموړي څرګنده کړه، چې دغه کړنلاره به ډېر ژر تصويب او په نږدې راتلونکي کې به له يوه سافټ وير څخه په ګټې، چې ٩٠ سلنه چارې يې بشپړې شوي، د رايو د باطلېدو لړۍ پيل شي.

نور وويل، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د سل سلنې رايې د بيا شمېرنې لړۍ، د دواړو نوماندانو د څارونکو او د ملي او نړيوالو مشاهدينو په شتون کې په ښه ډول روانه ده.

هغه زياته کړه، چې د دغې لړۍ له پيل څخه تر اوسه پورې د ملي او نړيوالو څارونکو او مشاهدينو په شتون کې ټولټال ٤٣٦٧ صندوقونه له سره څېړل شوي، چې دغه صندوقونه په کابل، کندهار، لوګر، فارياب، پکتيا، غزني او سرپل ولايتونو پورې اړوند دي.

ورته مهال د رايو د بياڅېړنې لړۍ په دوو شفټونو کې د ٢٠ کاري ډلو له لوري، د سهار له ٧ بجو تر يوې بجې او له يوې بجې څخه د ماښام تر ٨ بجو پورې دوام لري.

نور زياته کړه، چې په راتلونکو ورځو کې به د رايو د بياشمېرنې لړۍ د چټکتيا لپاره نورې کاري ډلې هم رامنځته شي.

هغه وويل، چې تر اوسه پورې د ډاکټر عبدالله له ٧٢٢ څخه ډېرو څارونکو او همدرانګه د اشرف غني احمدزي ٥٣٣ څارونکو، د بېلابېلو ملي بنسټونو ٣٦٠ مشاهدينو او ٩٥٦ نړيوالو مشاهدينو ته د بياڅېړنې له پروسې څخه د څارنې کارتونه ورکول شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه لړۍ هر ورځ د ١٢٠٠ څارونکو ، ملي او نړيوالو مشاهدينو په حضور کې پر مخ وړل کېږي.

همدرانګه نوموړي يادونه وکړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو ته مکتوبونه لېږلي، ترڅو د څارنې پر مهال د هېواد نافذه قوانين، نظم او مقررې مراعات کړي، چې بيا د ټاکنو په لړۍ کې د څارونکو ترمنځ د فزيکي شخړې سبب ونه ګرځي.

پرون د ډاکټر اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله څارونکو تر منځ خبره تر فزيکي شخړې ورسېده، چې په ترڅ کې يې د تحول او بدلون ټيم يو څارونکى ټپي شو او دغه لړۍ يې د پنځلسو دقيقو لپاره ګډه وډه کړه.

د نور په وينا، د ولسمشرۍ نوماندانو څارونکي بايد خپلې شخصي ستونزې د کمېسيون په دننه کې مطرح نه کړي.

هغه څرګنده کړه، امنيتي چارواکو ته هم دنده سپارل شوې، چې د دا ډول پېښو د رامنځته کېدو پر مهال شخړې ته لمن وهونکي څارونکي له کمېسيون څخه بهر کړي.

دواړه ټاکنيز لوري، د رايو د تفتيش له لړۍ راضي دي.

په ټاکنو کمېسيون کې د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنيز دفتر استازي محمدظاهر اغبر، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د رايو د بياشمېرنې لړۍ له کومې جدي ستونزې پرته پر مخ روانه ده.

هغه هيله څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې نور صندوقونه هم د نن په څېر په ارامه فضا کې وڅېړل شي.

د ډاکټر اشرف غني احمدزي استازي انجنير عبدالرحمن خروټي هم وويل، چې د هرې ورځې په تېرو سره د څارونکو، مشاهدينو او د کمېسيون د کارکوونکو تجربه زياتيږي او تخنيکي ستونزې په ښه ډول سره حلوي.

هغه هيله څرګنده کړه، ترڅو د رايو تفتيش په خپل ټاکلي وخت پاى ته ورسيږي او د افغانستان راتلونکى برخليک بايد وټاکل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي، چې د رايو د تفتيش لړۍ به تر راتلونکو درېيو اونيو پورې بشپړه شي.

د رايو د تفتيش پروسه د چنګاښ مياشتې په ٢٦ مه پيل شوې او ټاکل شوې وه، چې د درېيو اونيو په ترڅ کې بشپړه شي، خو تر دې مهاله د دواړو ټاکنيزو لوريو تر منځ د مخالفتونو له امله پنځه ځلې ځنډول شوې ده.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version