ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نور: د رايو د باطلېدو لړۍ د پيل لپاره لا يو لړ کارونه پاتې دي

نور: د رايو د باطلېدو لړۍ د پيل لپاره لا يو لړ کارونه پاتې دي

author avatar
9 Aug 2014 - 19:22
نور: د رايو د باطلېدو لړۍ د پيل لپاره لا يو لړ کارونه پاتې دي
author avatar
9 Aug 2014 - 19:22

کابل (پژواک ١٨ زمرى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، د رايو د بياشمېرنې لړۍ له پيله تر اوسه د رايې ورکونې له ٥زرو څخه زيات صندوقونه څېړل شوي او د رايو د باطلېدو لړۍ به په روانه اونۍ کې پيل شي.

د رايو د بياشمېرنې او څېړنې لړۍ، د چنګاښ مياشتې په ٢٦مه په رسمې ډول پيل شوه او ټاکل شوې وه، چې د رايو ټول صندوقونه کابل ته له را لېږدولو وروسته له سره وشمېرل شي، خو د دغې مودې په ترڅ کې د رايو د باطلېدو او د رايو د څېړنې د څرنګوالي له امله د دواړو نوماندانو تر منځ د اختلافونو له امله، دغه لړۍ وځنډول شوه، چې د زمري په ١٢مه بيا له سره پيل شوه.

د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، د رايو د سل سلنې د بياشمېرنې پروسه په ښه ډول پر مخ روانه ده او پرون (د جمعې ورځ) د دواړو نوماندانو د څارونکو، ملي او نړيوالو مشاهدينو په حضور کې، د رايې ورکونې ٦١٨ صندوقونه بيا شمېرل شوي دي.

د دغه کميسيون وياند نورمحمد نور، په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې د رايو د لړۍ له پيل څخه د پرون ماښام تر ٨ بجو پورې، د رايې ورکونې ٥٢٧١ صندوقونه څېړل شوي، چې دا د ټولو رايو نږدې ٢٥ سلنه جوړوي.

د رايې د ورکونې ټولو صندوقونو شمېر شاوخوا ٢٣زرو ته رسېږي.

نور زياته کړه، چې تراوسه پورې ټول تفتيش شوي صندوقونه په کابل، هرات، غور، غزني، پکتيکا، بلخ، وردګو، پنجشېر، لوګر، فارياب، تخار، بغلان او سرپل ولايتونو پورې اړوند دي.

هغه زياته کړه، چې د رايو د بياڅېړنې پروسه په عادي ډول په دوو شفټونو کې د ٢٠٠ کاري ټيمونو له خوا په مخ وړل کېږي، خو د يادې پروسې د ګړنديتوب لپاره هڅې روانې دي او په راتلونکو ورځو کې به د ټيمونو شمېر ٣٠٠ ته لوړ شي.

بلخوا، د ټاکنو خپلواک کميسيون وياند وايي، د رايو د باطلېدو لړۍ به د همدې اونۍ په ترڅ کې پيل شي. هغه سافټ وير، چې دغې لړۍ ته په پام کې نيول شوى، نهايي شوى، خو اوس هم يو څه کارونه پاتې دي، ترڅو دغه سافټ وير د معلوماتو د راټولونې د ټولو کمپيوټرونو سيسټم ته داخل شي او د رايو د باطلېدو لړۍ، په عملي ډول پيل شي.

نور زياته کړه، د لړۍ له پيله تر دې دمه د ډاکټر عبدالله ٧٦٠ ناظرينو، د ډاکټر اشرف غني ٥٥٦ څارونکو، ٣٦٢ ملي مشاهدينو او ٩٩٥ نړيوالو مشاهدينو ته باور ليکونه ورکړل شوي دي، ترڅو له دې لړۍ څارنه وکړي.

همدارنګه د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، که چېرې د دواړو ټاکنيزو ټيمونو څارونکو او تخنيکي ټيمونو تر منځ همکاري او همغږي موجوده وي، نو دغه پروسه به په خپل ټاکلي وخت بشپړه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون دواړو نوماندانو په يوې خبري ناسته کې هيله څرګنده کړه، چې د ټاکنو تخنيکي لړۍ د وږي مياشتې تر دوهمې اونۍ پورې پاى ته ورسېږي او بايد ملت ته د خلکو له لوري ټاکل شوى ولسمشر ور وپېژندل شي.

د نوي ولسمشر د لوړې مراسم، چې ټاکل شوې وه، د وړوکي اختر په پنځمه (د زمري ١١ مه) ترسره شي، خو دغه مراسم د دواړو نوماندانو له هوکړې او د يوناما له غوښتنې وروسته د يوې مياشتې لپاره ځنډول شوي دي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.