ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نور: د خلکو رايې به د سياسي لړۍ قرباني نه شي

30 Aug 2014 - 19:23
30 Aug 2014 - 19:23

کابل (پژواک ٨ وږى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، د ټاکنو مشروعيت له تخنيکي اړخه تضمينېږي او راتلونکى ولسمشر به هم د همدې لړۍ له مخې ټاکل کېږي او هېڅکله به تخنيکي لړۍ د سياسي لړۍ تر سيوري لاندې رانه شي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون وياند نورمحمد نور، د وږي په اتمه په يوه خبري ناسته کې وويل، کميسيون پرېکړه کړې چې د ټولو رايو د تفتيش لړۍ تر راتلونکو څو ورځو پورې پاى ته ورسوي او پايلې يې له خلکو سره شريکې کړي.

نوموړي د دې خبرې د څرګندولو ترڅنګ، چې دغه لړۍ به هېڅکله هم نوره مياشتو او اونيو ته ونه غځول شي، زياته يې کړه، چې د ټاکنو مشروعيت له تخنيکي پلوه تضمينېږي او راتلونکى ولسمشر به هم د همدې لړۍ له مخې وټاکل شي.

نور زياته کړه، د افغانستان راتلونکى ولسمشر به د خلکو د رايو پر بنسټ وټاکل شي، چې دغه مشروعيت د ټاکنو خپلواک کميسيون له لوري اعلانېږي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون وياند زياته کړه، تخنيکي لړۍ به هېڅکله هم د سياسي لړۍ قرباني نه شي.

هغه وويل، د ټاکنو خپلواک کميسيون به ژر تر ژره له حکومت، ملګرو ملتونو، ټاکنيزو ټيمونو او خلکو سره د ټاکنو نوى مهالوېش شريک کړي، چې له مخې به يې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې او د دغه کميسيون نور فعاليتونه معلوم شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر کرزي ټينګار کړى، چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم بايد د وږي مياشتې تر ١١مې نېټې پورې تر سره شي.

خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي يان کوبېش وړمه ورځ (د وږي ٦مه) له حامد کرزي په خبرو کې ويلي، چې د رايو د تفتيش پروسه د وږې تر ١١مه نه بشپړېږي او لس ورځې نور وخت به هم ونيسي، چې د لوړې مراسم به له هغې وروسته تر سره شي.

د تحول او داوم او اصلاحاتو او همپالنې ټاکنيزو ټيمونو ترمنځ د شوو هوکړو له مخې، بايد د  ملي يووالي د يوه حکومت پر جوړښت کار کړي او هوکړې ته ورسېږي، خو تر اوسه لا بحثونه دوام لري او دواړه ټيمونه د اجرايه رييس پر سر هوکړې ته نه دي رسېدلي او دواړه لوري له تېرو څلورو ورځو راهيسې له تخنيکي پروسې څخه وتلي دي.

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کميسوين وايي، د تفتيش د بهير چټکوالى، د کورنيو او بهرنيو څارونکو او د ملګرو ملتونو د متخصصينو په شتون پورې اړه لري او له ملګرو ملتونو څخه د کميسيون جدي غوښتنه دا ده، چې بايد خپل متخصصين او نړيوال مشاهدين زيات کړي، څو د بياشمېرنې او څېړنې بهير چټک شي.

د ټاکنو کميسيون وياند وويل، چې کميسيون د دوو وروستيو ورځو په ناستو کې، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره يې درلودې، له هغه څخه غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې له جديت څخه کار واخلي.

يان کوبېش ډاډ ورکړى، چې په دې برخه زيات تمرکز کوي، څو د نړيوالو مشاهدينو او د ملګرو ملتونو د استازو شمېره زياته او په وخت سره حاضري ورکړي.

نور زياته کړه، چې تر اوسه پورې د نږدې ٢٣زره صندوقونو له ډلې څه باندې ١٨٤٠٠ صندوقونه په عادي او ځانګړي ډول شمېرل شوي، چې د ټولو رايو څه باندې ٨٠ سلنه جوړوي.

هغه زياته کړه، چې پاتې صندوقونه به په راتلونکو ورځو کې تفتيش شي او کميسيون هڅه کوي، چې د ټاکنو پروسه ډېر ژر پاى ته ورسوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version