لښکرګاه (پژواک ٩ وږى ٩٣): سږ کال به په هلمند ولايت کې١٢٠ تړلي ښوونځي به بېرته فعال او له زده کړو بې برخې زرګونه ماشومان به ښوونځيو ته ولاړ شي.
دا څرګندونې د دغه ولايت د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر د وږي په ٩مه په لښکرګاه کې د قومي مشرانو او ديني عالمانو هغې غونډې ته وکړې، چې د پوهنې د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه.
جعفر وويل چې د هلمند ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د ناامنيو او نورو ستونزو له امله ١٢٠ ښوونځي تړلي چې تر راتلونکو دوو اونيو چې ښوونيز کال پيلېږي، بېرته فعال شي.
هغه وويل چې د دغو ښوونځيو له فعالېدو سره به زرګونه ماشومان له زده کړو برخمن شي خو د هغوى دقيق شمېر يې په ډاګه نه کړ.
د نوموړي په خبره، په هلمند ولايت کې٢٥٢ ښوونځي شته چې د ٣٣ زره نجونو په ګډون په کې ١٦٣ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.
د پوهنې رييس وويل: ((ځينې بهرنۍ کړۍ د پوهنې د پرمختګ مخه نيسي خو موږ د مشرانو او ځايي خلکو په هڅه بريالي شوي يو چې سږ تعلمي کال ټول تړلي ښوونځي بېرته فعال کړو.))
هغه د پوهنې پر وړاندې د ستونزو جوړوونکو کړيو نومونه افشا نه کړل.
د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم په دې غونډه کې ژمنه وکړه چې ډېر امکانات به په ښوونيزه برخه کې په کار واچوي څو د شته ستونزو مخه ونيول شي.
والي د هلمند له قومي مشرانو غوښتنه وکړه چې د تړل شوو ښوونځيو د فعالېدو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
هغه وويل: ((له تعليم پرته هيڅ نه شو کولاى نو بايد خپل ښوونځي په خپله فعال کړو او اولادونه د زده کړو لپاره ور ولېږو.))
د غونډې يوه ګډنوال مولوي سليمان وويل چې د ښوونځيو د پرانيستو په برخه کې يې هلې ځلې کړې او تمه لري چې دوه اونۍ وروسته د ښوونيز کال له پيل سره سم به ټول تړلي ښوونځي بېرته فعال شي.
نوموړي په خپلو خبرو کې حکومت پر بې عدالتۍ، اداري فساد او دغه ولايت ته پر نه پاملرنې تورن کړ او نيوکه يې وکړه، چې ګنې په ځينو سيمو کې يې ديني مدرسې نه دې جوړې کړې.
بلخوا د دغه ولايت د سولې شورا رييس حاجي فضل باري فياض وويل چې پوهنې وزارت دې د ښوونيز کال له پيل سره سم هلمند ولايت ته درسي کتابونه را ولېږلي ځي.
د هلمند د مارجې ولسوالۍ د سيستاني سيمې يوه اوسېدونکي ګل اغا پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې ښوونځي تړلي دي.
هغه وايي چې د تړلو ښوونځيو د بېرته فعالېدو له امله به ډېر شمېر زده کوونکي له زده کړو برخمن شي.
د هلمند په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم لسګونه ښوونځي تړلي دي خو دا پوښتنه به وروسته ځواب شي چې رښتيا هم د هلمند تړلي ښوونځي فعالېږي او که نه؟
د يادولوده، په هلمند ولايت کې د ٢٥٢ فعال ښوونځيو له ډلې يوازې ١٦٣ښوونځي يې ودانۍ لري.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن