ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داخلي بريد او چاودنه کې پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي

31 Aug 2014 - 17:58
31 Aug 2014 - 17:58

ترينکوټ (پژواک  ٩ وږى ٩٣): په اروزګان کې درې سيمه ييز پوليس خپلو ملګرو او بل پلو دوه نور سيمه ييز پوليس چاودنې وژلي دي.

د اروزګان ولايت د چارچينو ولسوال اسمعيل پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ″سنګر″ په سيمه کې د يوې پوستې دريو سيمه ييزو پوليسو خپل درې ملګري پر ډزوو وژلي دي.

هغه وايي، چې بريد کوونکي سيمه ييز پوليس تر پېښې وروسته تېښتېدلي خو پوليسو يې   لټه او د پېښې د څرنګوالي په تړاو څېړنې پيل کړې دي.

طالب وياند قاري يوسف احمد ويلي چې بريد کوونکي درې سيمه ييز پوليس د وسله والو طالبانو نفوذي کسان وو او تر بريد وروسته له وسلو څخه دوى ته ورغلي دي.

بلخوا د دهراوود ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن عبدالرازق پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان انار پر موټرو چاودنه شوې ده.

د هغه په خبره په دا چاودنه د يادې ولسوالۍ د شيګلي په سيمه کې شوې چې په کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او د قوماندان انار په ګډون درې سيمه ييز پوليس ټپيان دي.

نوموړى وايي چې د ټپيانو روغتيايي حالت د داډ وړ دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې په ياده ولسوالۍ کې يې د چاودنې په ترڅ  کې پنځه سيمه ييز پوليس وژلي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version