ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر حامد کرزي د يوناما له مشر او د امريکا له سفير سره وکتل

31 Aug 2014 - 20:10
31 Aug 2014 - 20:10

کابل (پژواک ٩ وږى ٩٣): ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د سازمان له ځانګړي استازي او په کابل کې د امريکا له سفير سره د ټاکنو د رايو د تفتيش د بهير د څرنګوالي په اړه وکتل.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان له ځانګړي استازي يان کوبيش او په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو له سفير جيمز کهنينګم سره نن مازيګر په ارګ کې وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې کوبيش او کهنينګم د ولسمشرۍ د ټاکنو د رايو د تفتيش د بهير د پرمختګ د څرنګوالي په اړه ولسمشر کرزي ته معلومات ورکړل.

سرچينه کاږي، د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي د رايو د تفتيش د پروسې د ځنډېدو له امله د حامد کرزي حوصله مندي وستايله.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version