ميدانښار (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٣): د ميدان وردګو په مرکز ميدانښار کې د راديو تلويزيون پر ودانۍ توغندى لګېدلى دى.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار اوه بجې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د وسله والو مخالفينو له خوا توغل شوى توغندى په ميدانښار کې د راديو تلويزيون پر ودانۍ لګېدلى دى.
د نوموړي په وينا، د دغه بريد له امله د راديو تلويزيون د ودانۍ يوه برخه او ورسره نږدې د ميدانښار مرکزي جومات هم زيانمنه شوي دي.
د ميدان وردګو د راديو تلويزيون امر عبدالواحد عاطف پژواک اژانس ته وويل چې په دغه بريد کې د ودانۍ يوه برخه ويجاړه شوې ده.
خو هغه وويل، له نېکه مرغه د راديو تلويزيون نورو وسايلو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن