کابل ( پژواک، ۴ تله ۹۳ ) : د هیواد دوست کرکټ لوبډلې د میلیون لیګ سیالیو په پای لوبه کې د پاکستان خیبر ګرین فاټا لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو اتلولي خپله کړه.
د لوبه کرکټ کميونيټي له خوا (اېل سي سي) له خوا د “ميليون ليګ” کرکټ سيالۍ چې په کې د دوو پاکستانۍ لوبـډلو په ګډون ٨ لوبـډلې برخه لرله، د وږي په ٢٨مه د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې پيل او نن پای ته ورسیده.
د اېل. سي. سي مشر ضراب شاه ظهير د وږي په تلې په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ددې سیالیو پای لوبه د دافغانستان د هیواد دوست لوبډلې او د پاکستان د خیبر ګرین فاټا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
هغه زیاته کړه، چې د خیبر ګرین لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۱۸۱ منډې جوړې کړې، ددوی له لوري ریحان ۷۰ او اسد اپریدي ۴۲ منډې جوړې کړې.
د افغانستان د هیواد دوست لوبډلې له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته یاد هدف په شلم اوور کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو تراسه لوبه یې وګټله او اتلولي يې خپله کړه. د هیواد دوست لوبډلې له لوري مسلم موسی د څلورو شپږیزو په مټ ۴۷ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې، محب اوریاخیل ۳۳ او حبیب غازي ۲۸ منډې جوړې کړې.
مسلم موسی د پای لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو، د هیواد دوست لوبډلې بل لوبغاړی حبیب غازي ددې سیالیو غوره لوبغاړی، اصف اپریدی غوره توپ اچوونکی او عظیم الله مبارز غوره توپ وهونکی او فضل ځاځی د شپږیزې خان غوره شو.
د لوبې په پای کې د یو شمیر چارواکو او میلمنو لخوا چې پکې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت او سوداګرۍ وزارت مرستیالان، د تحول او تداوم د ټيم غړي حلیم فدایي، د شمشاد تلویزیون رییس حاجي فضل کریم فضل او له جرمني څخه راغلی د کابل پخوانی سرمامور محمدي ګل غنایي شامل وو، پر لوبډلو او لوبغاړو انعامونه او جایزې وویشل شوې.
د پاکستان د خیبر ګرین فاټا لوبډلې کپتان تیمور اپریدي د پاي په مراسمو کې له افغانانو له ښې میلمه پالنې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دوی دلته د پردي توب احساس ونه کړ.
هغه دافغانستان د کرکټ له مسوولینو وغوښتل چې دا ډول نورو سیالیو په لاره اچولو لپاره اقدامات وکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن