ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عدليې وزارت دځينو قوانينو طرحې ولسي جرګې ته د تصويب لپاره وړاندې کړې

عدليې وزارت دځينو قوانينو طرحې ولسي جرګې ته د تصويب لپاره وړاندې کړې

author avatar
27 Sep 2014 - 17:12
عدليې وزارت دځينو قوانينو طرحې ولسي جرګې ته د تصويب لپاره وړاندې کړې
author avatar
27 Sep 2014 - 17:12

کابل (پژواک٥تله٩٣): عدلېې وزارت په افغانستان كې د بهرنيو اتباعو د مېشت ، مسافرت او د مالياتي چارو د ادارې د  قوانينو طرحې ولسي جرګې ته د تصويب په موخه وړاندې کړل.

د يادو قوانينو طرحې د عدليې وزارت مرستيال او سرپرست سيد يوسف حليم  او په پارلماني چارو كې د دولت وزير همايون عزيزي لخوا د تلې په ٥مه، ولسي جرګې ته معرفي شول.

حليم وويل،چې بهرنيو اتباعو د مېشت کېدو او مسافرت قانون طرحه په اتو فصلونو او ٧١ مادو کې او دغه راز د مالياتي چارو د ادارې  قانون طرحه  په ١٣فصلونو او  ٢٥مادو كې څه موده وړاندې د وزيرانو شورا لخوا تصويب شوي دي.

هغه زياته کړه،چې د مالياتي چارو د ادارې قانون طرحه د مالياتي چارو د برابرولو په موخه او بله طرحه  په افغانستان كې د هغو بهرنيو اتباعو د مېشت کېدو او مسافرت لپاره جوړه شوې  چې د كار، سوداګرۍ ، زده كړو او يا سياحت لپاره افغانستان ته راځي.

ده وويل،چې د ياد شوي طرحې په تصويب سره به افغان دولت له يادې برخې څخه يوه اندازه عايد هم  ترلاسه کړي.

حليم د ولسي جرګې له غړيو غوښتنه وکړه،چې هرڅه ژر بايد يادې طرحې تصويب کړي.

د اساسي قانون له مخې قانون هغه مصوبه ده،چې د ولسي جرګې له لوري تصويب د مشرانو جرګې له لوري تاييد او د ولسمشر له لوري توشيح شي .

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.