ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلګونو تنو جبل السراج کې د برېښنا د نه ورکړې له امله لاريون وکړ

author avatar
11 Oct 2014 - 16:58
author avatar
11 Oct 2014 - 16:58

چاريکار(پژواک ١٩ تله  ٩٣): سلګونو تنو د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې له دې امله لاريون وکړ، چې د جبل السراج د برېښنا فابريکې له فعال کېدو سره سره ،برېښنا نه ده ورکړل شوې.

د برېښنا د توليد ياده فابريکه د روان کال د غبرګولي مياشتې په څلورمه تر بيا رغونې وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه .

چارواکو ويل چې دغه فابريکه  د  ٢،٨ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت بيا رغول شوې او د  ٢٥٠٠ کيلو واټه برېښنا د توليد وړتيا لري.

خو نن سلګونو تنو له دې امله ، چې د دې فابريکې برېښنا دوى ته نه ده ورکړل شوې، لاريون وکړ او د کابل – شمال لويه لاره يې په جبل السراج کې  د سهار له ٩ بجو تر غرمې ١٢ بجو تړلې وه.

له لاريون کوونکو څخه د بريالي په نوم  يوتن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې درې کاله مخکې د دې فابريکې د بيا رغونې کار پيل او څو مياشتې مخکې پاى ته ورسېد، خو تر اوسه  د دې ولسوالۍ خلکو ته برېښنا نه ده ورکړل شوې .

ده  چې د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې،له اړوندو ادارو وغوښتل، چې د جبل السراج اوسېدونکو ته د برېښنا اسانتياوې برابرې کړي.

له لاريون کوونکو يو بل تن غلام محمد وايي، چې څو مياشتې مخکې دغه فابريکه په نمايشي ډول ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه ، خو د برېښنا درک يې تر اوسه نه دى معلوم.

خو د پروان سکتوري رييس محمدطاهر همت وايي، څه موده مخکې د دې فابريکې ودانۍ چې يوه خصوصي شرکت جوړه کړې وه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

دى وايي، چې د ټاکنيزو ستونزو له امله د دې فابريکې د فعال کولو کار له ځنډ سره مخ شوى دى.

د هغه په وينا، د دې فابريکې له څلورو توربينونو يو يې عوارض لري، چې د امريکا د ولايتي بيا رغونې ډلې يې د جوړېدو ژمنه کړې ده .

د جبل السراج خلکو د روان کال په غبرګولي مياشت کې هم ورته لاريون کړى و.

همت هغه مهال ويلي و چې د يادې فابرېکې له برېښنا څخه به د جبل السراج  د سمنټو فابريکې د فعال کولو لپاره کار واخيستل شي.

د سمنټو دغه فابريکه له تېرو څو کلونو راهيسې فعاليت نه لري، خو محمدطاهر وايي، چې ماشينونه يې فعال دي او راتلونکې پنجشنبې به پر فعاليت پيل وکړي.

د همت په وينا، په دې ولسوالۍ کې د برېښنا پر يو سب ستېشن کار روان دى او په پام کې ده، چې د دې سب ستېشن له لارې د ازبکستان وارداتي برېښنا ددې ولسوالۍ خلکو ته ورکړل شي.

ده ويلي و، چې د روان زيږديز کال تر پايه به دغه پروژه بشپړه شي او د جبل السراج اوسېدونکي به  برېښنا ولري.

د جبل السراج د برېښنا فابريکه شاوخوا سل کاله مخکې جوړه شوه او برېښنا يې تر ډېره د جبل السراج د  سمنټو او ګل بهار د نساجي په فابريکو کې کارول کېده.  

 چارواکي وايي، چې د وخت په تېرېدو سره د دې فابريکې له څلورو توربينونو څخه درې غيرفعال شول او په وروستيو کلونو کې يې د يوه توربين له برېښنا څخه په نوبتي ډول د دې ولسوالۍ ٨٠٠ کورنيو ګټه پورته کوله.    

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.