ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له امريکا او ناټو سره د نوي حکومت د امنيتي تړون لاسليک وغندل شو

12 Oct 2014 - 17:06
12 Oct 2014 - 17:06

کابل (پژواک ٢٠ تله ٩٣): کابل کې يو شمېر کسانو له امريکا او ناټو سره د افغانستان د امنيتي تړون لاسليک غندلى او وايي، چې نوى حکومت د ډيموکراتيکو ټاکنو پر بنسټ نه دى رامنځته شوى، بلکې يواځې يو سهامي شرکت دى.

دوى، چې د ښځو په ګډون شمېر يې سلګونو کسانو ته رسېده، نن د کابل ښار له سينما پامير سيمې څخه خپل لاريون پيل او د ميوند واټ د منار مخې ته سره راغونډ شول.

لاريون کوونکو له امريکا او ناټو سره د امنيتي قرارداد لاسليک او په افغانستان کې د امريکا اډې د غلامۍ زنځير او نوى حکومت د ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله سهامي شرکت وباله او ويل يې، چې په افغانستان کې د امريکا د دايمي اډو شتون د دښمنۍ لومړۍ کرښې دي او نړۍ د درېيم نړيوالې جګړې له ګواښ سره مخ کوي.

دغه لاريون د ملي يووالي ګوند له لوري پر لاره اچول شوى و.

د لاريون يوه ګډون وال او د ياد ګوند غړي حفيظ الله راسخ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دغه لاريون څخه يې موخه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مېشتېدو او له ناټو او امريکا سره د امنيتي تړون لاسليک غندل دي.

هغه زياته کړه: ” موږ نوى حکومت په هيڅ عنوان سره يو مشروع او پر ډيموکراتيکو رايو رامنځته شوى حکومت نه بولو، بلکې يو معامله کوونکى حکومت يې بولو چې د اوباما او جان کيري له لوري رامنځته شوى دى.”

راسخ زياته کړه، چې د حکومت په ټيمونو کې يو شمېر داسې کسان شتون لري چې په وروستيو درېيو لسيزو کې ازمايل شوي، چې په هيڅ ډول هم خپلو خلکو ته سوله، ثبات او اقتصادي پرمختګ نه شي راوړلى.

د يادې لاريون يوې ګډونوالې بهناز وويل، چې د ملي يووالي تر عنوان لاندې نوى حکومت د امريکا له لوري رامنځته شوى او يو لاسپوڅى حکومت دى، چې خلکو ته هيڅ مشروعيت نه لري او د خلکو استازيتوب نه شي کولى.

يادې نجلۍ، له امريکا او ناټو سره د امنيتي قرارداد لاسليک په غندلو سره زياته کړه: ” هغه تړونونه چې اوسني حکومت له امريکا او ناټو سره لاسليک کړي، د هغو بې شرمو تړونونو په څېر دي، چې پخوا لاسليک شوي دي.”

هغې، د دې خبرې په څرګندولو سره چې دوى به هيڅکله هم اجازه ورنکړي، چې امريکا افغانستان د يوې تيارې مړۍ په توګه وکاروي، ګواښ وکړ چې د امريکا او د هغوى د پلويانو پر وړاندې به خپلو مبارزو ته دوام ورکړي.

له امريکا سره د امنيتي تړون قرارداد او ناټو سره د امنيتي همکاريو سند، د اشرف غني احمدزي د لوړې له مراسمو وروسته د تلې په ٨ مه نېټه، د امريکا او افغانستان او ناټو تر منځ لاسليک شول.

ولسمشر اشرف غني، له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليک د افغانستان د ثبات او سوکالۍ او همدارنګه د بهرنيو خطرونو پر وړاندې د دفاع په برخه کې مهم بللى دى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version