خوست (پژواک ٣٠ تله ٩٣): د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې په دې ولايت کې د ګوزڼ د ساري ناروغۍ د خپرېدو خطر ډېر شوی.
د دې رياست د کتلوي معافيت امر ډاکټر زاهدالله اميري نن دا څرګندونې د ګوزڼ د خپرېدو د مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي په جوړ شوي پروګرام کې وکړې.
نوموړي وويل چې په تېرو څو مياشتو کې په دې ولايت کې د ګوزڼ ۶۶ شکمنې پېښې ثبت او ترڅېړنې لاندې دي.
هغه زياته کړه:((له دغې ډلې۵۲ د خوست د ځايي خلکو په ماشومانو او ۱۴ نورې د مېشتو وزيرستانيو کډوالو په ماشومانو کې لېدل شوې دي او ګومان کېږي چې ډېری پېښې مثبتې دي.))
ډاکټر اميري زياتوي، د يادو شکمنو پېښو نمونې د معايناتو لپاره کابل ته لېږل شوې ، خو تر اوسه يې د پايلو په اړه کوم ځواب نه دی تر لاسه کړی.
هغه په خوست کې د پوليو د احتمالي مثبتو پېښو د زياتېدو تر ټولو غټ لامل د وزيرستاني کډوالو په ماشومانو کې د دغې ناروغۍ مثبتې پېښې وبللې.
په خوست کې د ګوزڼ د مخنيوي د عامه پوهاوي مسوول ډاکټر نجيب الرحمن پژواک ته وويل، د دغې ناروغۍ د ويروس د مخنيوي په اړه يې د عامه پوهاوي پروګرامونه زيات کړي دي.
د هغه په وينا، په دې برخه کې يې له قومي مشرانو، د جوماتونو له ملاامامانو او سيمه ييزو رسنيو څخه د پوره همکارۍ غوښتنه کړې ده.
نوموړي دغه راز وويل: ((موږ د پوليو پرضد د واکسيناسيون د مياشتني پروګرام په ترڅ کې هره مياشت تر شپېته زره زياتو وزيرستانيو کډوالو ماشومانو ته واکسين ورکوو.))
دى وايي، د ګوزڼ د مخنيوي لپاره يې د (جارو کولو) په نوم يو بل پروګرام هم پيل کړی چې په ترڅ کې يې پر مياشتني پروګرام سربېره کډوالو ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين ورکول کېږي.
هغه د افغانستان د عامې روغتيا له وزارت او د روغتيا له نړيوالې شبکې وغوښتل چې د ګوزن ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره جدي اقدامات کړي، که نه نو په ډېرې چټکۍ سره به خپور شي.
په ټوليز ډول د خوست روغتيايي کارکوونکي اندېښنه څرګندوي چې که د يادې ناروغۍ د خپرېدو مخنيوی په خپل وخت ونه شي، ممکن په دې برخه کې ناورين رامنځته شي.
څه موده وړاندې د خوست او پکتيکا د عامې روغتيا رياستونو مسوولينو خبر ورکړی و، چې په خوست کې د ګوزڼ درې مثبتې پېښې او په پکتيکا کې يوه پېښه تثبيت شوې وې.
افغانستان د نړۍ يو له هغو درې هېوادونو څخه دی چې د پوليو يا ګوزڼ مثبتې پېښې په کې ثبت شوې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن