ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا د مڼو حاصلات ډېر شوي خو د ساتلو لپاره يې سړې خونې کمې دي

11 Nov 2014 - 13:13
11 Nov 2014 - 13:13

ګردېز(پژواک ٢٠ لړم ٩٣): په پکتيا ولايت کې بڼوال وايي چې د مڼو حاصلات يې کال په کال زياتيږي، خو د ساتلو او پلور لپاره ورته شرايط نه دي برابر  شوي.

د معلوماتو له مخې، په پکتيا ولايت کې هرکال تر لس زره ټنو د مڼو حاصلات ترلاسه کېږي،چې لږ  اندازه  دغه مڼې پاکستان ته صادرېږي او زياتې يې د  هېواد  بازارونو ته وړل کېږي.

حاجي مامور منګل دګردېز په خټاوه سيمه کې د مڼو سل جريبه باغ لري؛ دى د باغدارۍ په برخه کې د بېلابېلو ستونزو يادونه کوي .

منګل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د باغونو لپاره د اوبه خور د  منظم سيستم نه شتون او د ميو باغونود پاللو لپاره د وسايلو او امکاناتو نه برابرېدل يې لويه ستونزه ده.

دی وايي، په خپله هم هر کال يوه اندازه مڼې پاکستان ته وړي ، خو هلته د ګمرکي مراحلو د طی کولو او په لارو کې د پاکستاني پوليسو له امله ورته ډېرې ستونزې جوړېږي.

مامور وايي که سړې خونې جوړې شي، مڼې يې له خرابېدو ژغورل کېږي او له يوه موسمه به يې تر بله هم وشي ساتلاى ، ځکه په وينا يې د حاصلاتو پر مهال د مڼو بيه  ټيټه وي.

د ګردېز د بالادې د سيمې بل بڼوال حمدالله پژواک اژانس ته وويل ، د سړو خونو پر جوړولو سربېره هيله لري، چې په نورو برخو کې هم ورسره مرسته وشي.

دى وايي:(( که موږ ته دا زمينه برابره شي چې خپلې مڼې په خپله نورو هېوادونو ته د پلور لپاره يوسو ګټه به مو ډېره شي.))

د پکتيا د کرنې رييس انجنير حسن زي پژواک ته وويل،د مڼو د بڼوالو ستونزې او وړاندېزونه يې په پام کې نيولي او څو ځله يې له اړونده وزارت سره شريک کړي دي.

حسن زی وايي ، په دې وروستيو کې په دې ولايت کې  لسګونه د مڼو باغونه جوړ شوي، ځينې يې خلکو په خپل لګښت او ځينې يې د کرنې وزارت له لوري جوړ شوي دي.

دی وايي هغه باغونه ، چې د کرنې وزرات له خوا جوړ شوي، بزګرانو ته يې د ساتلو وسايل ورکړل شوي او ښه حاصلات هم لري.

حسن زی وايي، چې سږ کال يې په پکتيا کې د حاصلاتو د ساتلو لپاره ۱۸ سړې خونې جوړې کړي او په پام  کې لري چې په نوي کال کې نورې سړې خونې هم جوړې کړي.

په پکتيا ولايت د ميوو پلورنکي بيا وايي،چې پخوا به يې له بازاره د نورو ولايتونو مڼې پيرلې ، خو سږکال د دې ولايت مڼې پيري.

دګردېز ښار ميوه پلورنکی  نيازمحمد وايي پخوا به  دې ولايت ته د ميدان دورګو له ولايت څخه  مڼې راوړل کېدې، خو اوس د دې ولايت مڼې خلک ډېرې اخلي.

په پکتيا کې د سوداګرۍ خونو رييس ډاکټر نصير عالم يار پژواک ته وويل ، په تېرو څو کلونوکې په پکتيا ولايت کې د مڼو کار اوبار ډېره وده کړې ده.

دی وايي، په تېرو څو کلونو کې يو شمېر سړې خونې جوړې شوي او تر يوې کچې يې ښې پايلې لرلې دي.

عالم يار وايي: (( پکتيا ولايت هر کال د مڼو لسو زره ټنه حاصل لري؛له دې ولايت څخه د کال د نهه ميليونو ډالرو په ارزښت  مڼې صادرېږي، يوه اندازه يې هندوستان او پاکستان ته ځي او ډېره برخه يې په هېواد کې پلورل کېږي .))

نوموړی وايي هڅه کوي چې بهرني سوداګر د پکتيا ولايت د مڼو د پيرلو لپاره وهڅوي، څو صادرات ډېر شي.

تر دې مخکې د لوګر ولايت د څرخ ولسوالۍ د مڼو باغ لرونکو هم ويلي و، چې سږکال يې د ناامنيو له امله حاصلات نه پلورل کېږي او حکومت بايد دې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version