ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې یو شمېر بڼوال له حکومته خپلو مېوو ته د سړو خونو او بازار غوښتنه کوي

1 Oct 2023 - 17:22
1 Oct 2023 - 17:22

ښرنه (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۲): پکتیکا کې یو شمېر بڼوال وايي، سږ کال یې د مڼو حاصلات ښه شوي خو د پلور او ساتلو لپاره یې مناسب بازار او سړې خونې نه لري.

د پکتیکا د یوسف‌خېل ولسوالۍ یوه بڼوال یار محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ولایت د مڼو باغونو لپاره ډېر مناسب دی او هر کال زرګونه ټنه مڼې تولیدوي.

خو زیاتوي، د حاصلاتو رسېدو په وخت کې د مڼو بيې ټیټېږي او هلته کافي سړې خونې نشته چې خپلې مڼې د یو څه وخت لپاره په کې وساتي.

یار محمد په دې اړه زیاتوي: «ټول کال په باغ کې کار کوم؛ ونو ته اوبه او دوایانې ورکوم چې ښه حاصل وکړي، خو ښه بازار نه لري، هر کال چې زموږ باغونه ورسېږي نو د مڼو بیې ټیټې شي.»

د دغه ولسوالۍ د برات‌خېل سیمې یوه بڼوال عبدالخالق وویل، دې سیمه کې د مڼو باغونه کال په کال ډېرېږي ځکه چې له نورو ونو د مڼو ونې ښه حاصلات ورکوي.

خو هغه هم وايي، د مڼو حاصلاتو رسېدو په وخت کې ډېر وخت د پاکستان لاره بنده وي او په ولایت کې يې کافي اندازه سړې خونې نه شته او اړ وي چې خپل حاصلات په ټيټه بیه وپلوري.

هغه وایې چې که مڼو ته سړې خونې جوړې شي او د نورو هېوادونو تر مارکېټه ورسېږي نو ښه ګټه به وکړي او د دغه ولایت د بڼوالو ژوند به ورسره ښه شي.

دغه راز د پکتیکا سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول سېلاب ساحل د خلکو ستونزې مني خو وايي، سږ د مڼو حاصلات ږلی او نورو افتونو نه دي اغیزمن کړي او حاصل يې ښه دی.

نوموړي د دغه ولایت د سږ کال د حاصلاتو په اړه دقیق معلومات وړاندې نه کړل خو زیاته يې کړه چې د انګور اډې له لارې تر اوسه د شپږ میلیون ډالرو په ارزښت مڼې پاکستان ته صادرې شوې دي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین هم د دغه ولایت د بڼوالو شکایتونه مني خو وايي چې اوس په دغه ولایت کې ۳۰ سړې خونې شتون لري او هڅه کوي چې نورې هم جوړې کړي.

د پکتیکا د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي عبدالطیف خاطر وايي، دغه ولایت د مڼو باغونو لپاره ډېر مناسب دی.

هغه وايي، تېر کال د دغه ولایت د مڼو حاصلات پنځه زره ټنه وو او په وینا يې سږ اټکل کېږي چې دغه اندازه به له دې هم لوړه شي.

د خاطر په خبره، په پکتیکا کې د مڼو حاصلاتو زیاتېدو یو لامل دا دی چې خلکو ته د بڼوالۍ په اړه عامه پوهاوی شوی او د اړتیا وړ درمل ورکړل شوي دي.

هغه زیاتوي چې سربېره پر دې د کرنې ریاست له خوا هر کال سلګونه جریبه نوي باغونه کینول کېږي چې سږ کال هم ۳۱۳ جریبه د مڼو باغونه جوړ شوي.

نوموړي وویل: «په تېرو کلونو کې ۳۰ سړې خونې د مڼو لپاره جوړې شوې خو دا کمې دي او دا مشکل شته چې بڼوال خپلو حاصلاتو ته په پوره اندازه سړې خوني نه لري.»

هغه وایي: «موږ هڅه کوو چې په پوره اندازه سړې خونې ولرو، په دې اړه مو وزارت ته پیشنهاد کړی.»

د یادونې ده، څه موده مخکې د پاکستان د تورخم لار د څو ورځو لپاره وتړل شوه چې له امله یې افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی دی.

 

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version