منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · Kabul ۴:۰۹ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

حاصلات

۲۸ راپورونه

راپورونه

جوزجان کې سږ کال د خټکیو حاصلات ۱۱۶ زره ټنه شوي

د جوزجان د کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د خټکیو حاصلات څه باندې ۱۱۶ زره ټنو ته رسېدلي خو کروندګر د بازار پر نشتوالي اندېښنه ښيي او له حکومته په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

غړي

سرپل کې سږ کال د چهارمغزو حاصلات نږدې ۳۰ سلنه کم شوي

سرپل کې د کرنې ریاست مسوولین وايي چې تېر کال ژمي کې د سړې هوا له امله په دغه ولایت کې سږ کال د چهامغزو حاصلات نږدې ۳۰ سلنه کم شوي، خو سرپل کې بڼوال او بزګر د کرنې او بڼوالۍ د مېکانیزه کولو غوښتنه کوي.

غړي

کندهار کې د ریحان کښت او حاصلات د تېر کال په نسبت شاوخوا دوه برابره ډېر شوي

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، په دغه ولایت کې د ریحان کښت او حاصلات د تېر کال په پرتله شاوخوا دوه برابره ډېر شوي خو کروندګر یې له ټيټې بیې سر ټکوي او له حکومته غواړي چې بازار ورته پیدا کړي.

نور راپورونه