ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې سږ د تېر کال په پرتله د بادامو حاصلات ۳۰ سلنه ډېر شوي

کندوز کې سږ د تېر کال په پرتله د بادامو حاصلات ۳۰ سلنه ډېر شوي

author avatar
10 Jul 2022 - 08:55
کندوز کې سږ د تېر کال په پرتله د بادامو حاصلات ۳۰ سلنه ډېر شوي
author avatar
10 Jul 2022 - 08:55

کندوز (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۱): د کندوز سیمه‌ییز چارواکي وايي، سږ کال د تېر کال په پرتله د دغه ولایت د بادامو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

مسوولین، په دغه ولایت کې د بادامو د حاصلاتو د زیاتېدو لاملونه مناسبه هوا، د اصلاح شوو نیالګیو توزیع، د معیاري باغونو جوړېدل او د نباتي ناروغیو ضد درملو برابرول یادوي.

د کندوز د کرنې ریاست سرپرست عبدالغفار صدیقي پژواک ته وویل، د روان کال په ترڅ کې د بادامو د باغونو له ۶۵۸۰ هکټاره ځمکې څخه د ۸۴۶۵ ټنو بادامو د حاصلاتو اټکل شوی چې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

نوموړی د بادامو د حاصلاتو لوړوالي لامل د مناسبې هوا شتوالی، د اصلاح شوو نیالګیو وېش او له بڼوالو سره د باغونو په وده کې همکاري یادوي.

هغه زیاته کړه: «تېر کال د بادامو باغونو له ۶۵۸۰ هکټاره ځمکې څخه، ۶۵۱۱ ټنه بادام تر لاسه شوي و؛ خو سږ کال له دغو باغونو نه د ۸۴۶۵ ټنو حاصلاتو وړاندوینه لرو چې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښیي.»

په دغه حال کې، کندوزي بڼوال هم په دغه ولایت کې د بادامو د حاصلاتو له زیاتوالي خوښ دي؛ خو د بازار نشتوالی د خپل کار پر وړاندې یوه لویه ستونزه یادوي او له حکومته غواړي چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د کندوز یوه بڼوال عبدالخالق رحیمي وویل: «الحمدلله سږ کال مو د تېر کال په پرتله حاصلات ښه دي، په تېرو کلونو کې سړې هوا او مرضونو بادام زیانمنول؛ خو سږ کال زموږ حاصلات ښه شوي، خدای د وکړي چې زموږ بادام خپله د افغانستان په نوم بهرنیو هېوادونو ته صادر شي او قاچاق نه شي، سږ کال د تحریمونو له امله بازار هم نشته؛ کوم بادام چې په تېرو کلونوکې په ۲۵۰۰ افغانۍ پلورل کېده، سږ کال په ۱۵۰۰ افغانۍ دي.»

له بلې خوا، مسوولین د بادامو حاصلاتو لپاره پر بازارموندنې او بهر ته د هوايي دهلیزونو له لارې استولو باندې ټینګار کوي.

د کندوز د کرنې ریاست د کرنیزو چارو کارپوه محمدمنیر نیازي وویل: «د کرنې وزارت رهبري هڅه کوي چې د نورو مېوو په څېر، بادامو ته هم له هېواد بهر د صادرولو او بازارموندنې زمینه برابره کړي.»

د یادونې ده، افغانستان داسې هېواد دی چې ډېر وګړي یې پر بزګرۍ بوخت دي او د کرنې او مالدارۍ له لارې د خپل ژوند اړتیاوې تامینوي؛ خو د معیاري سړو خونو، د محصولاتو پلور ته یې د مارکېټ او نورو امکاناتو نشتوالی، هغه ستونزې دي چې په هېواد کې ډېر بزګر یې له ننګونو سره مخ کړي دي.

Views: 107

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.