جلالاباد (پژواک، ١٣ تله ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت کانال رياست وايي، سږ کال د دغې ادارې د ښې پاملرنې له امله د خرما بڼ حاصلات تر ۱۸ ټنو لوړ شوي او هڅه کېږي چې په راتلونکي کې دا اندازه نوره هم ډېره شي.
چارواکي وايي، سږ کال یې د خرما د پلور له اړخه څه باندې ١،٤ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.
یاد باغ يوه لسيزه وړاندې د متحده عربي اماراتو په مرسته د ۲۷۰۰ ونو په لرلو، په ۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوى دى.
د ننګرهار کانال ادارې وياند سيد همايون غريبمل د تلې په ۱۴مه، پژواک اژانس ته وويل چې د خرما باغ سږ کال ۱۸ ټنه حاصلات ورکړي دي.
دی وايي، تېر کال خرما بڼ ۱۳نيم ټنه حاصل ورکړی و چې ۹۰۰زره افغانۍ عوايد ترې راټول شوي وو، خو سږ کال يې د عواېدو کچه څه باندې ١،٤ ميليونه افغانيو ته لوړېږي.
هغه زياته کړه، اوس د خرما په جوړ شوي بڼ کې د قيچيکارۍ، د سکرونو اصلاح، د اغزو پاکول او د نارينه بوټو کېنولو چارې جريان لري چې په دې سره به را روان کال د خرما په حاصل کې نور هم زیاتوالی راشي.
نوموړی زياتوي، پر دې سربېره هڅه کېږي له همدغه باغه د خرما بوټې نورو سيمو ته هم انتقال شي.
د یاد باغ امر عبدالقيوم اطرافي بيا وايي، د دغه باغ شاوخوا يو نيم زر ونې په حاصل راغلي او هڅه کېږي چې د باغ ټولې نږدې درې زره ونې په حاصل راشي او د باغ حاصلات ورسره ډېر شي.
دی زياتوي، د باغ د احاطې خرابوالي، د پرسونل کموالي او د خرما د ساتنې او پروسس لپاره د اسانتياوو نشتوالي ستونزې یې له اړوندې ادارې سره شريکه کړې، که يې هواره کړي نو د حاصلاتو پر زياتوالي سربېره به نورو هېوادونو او ولايتونو ته هم د دې خرما د لېږد چارې پيل کړي.
اوسمهال د خرما خرڅلاو لپاره کومه ځانګړې پروسه نشته او يوازې يې د قرارداد له مخې پر شرکتونو او اشخاصو پلوري چې هغوی يې په بازار کې له کوم پروسس پرته خرڅوي.
د ننګرهار د کانال اداره وايي، د کرنې وزارت له لارې يې يو شمېر عربي هېوادونو سره خبرې کړې چې دغه بڼ ته د خرما د کيفيت لوړولو برخه کې همکاري وکړي او هم يې د پروسس وسايل په واک کې ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP