فيض اباد- ميمنه (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٣): بدخشان او فارياب ولايتونو کې د وسله والو مخالفينو د درېيو قوماندانانو په ګډون ١٥ وسله وال وژل شوي او د ملي اردو د پنځو سرتېرو په ګډون لس تنه ټپيان شوي دي.
د بدخشان امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول لعل محمد احمدزى وايي، په هغو عملياتو کې چې د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې له تېرو دوه ورځو راهيسې د ملي اردو، پوليسو او ملي امنيت ځواکونو له لوري پر لارې اچول شوي؛ په ترڅ کې يې د کيب بالا او پايين کلي د مخالفينو له شتون څخه پاک شوي دي.
هغه پژواک ته وويل، چې د عملياتو په ترڅ کې د شبير، حبيب او نثار په نومونو د درېيو قوماندانانو په ګډون ٩ وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
احمدزي زياته کړه، چې د وسله والو مړي په سيمه کې پاتې دي او امنيتي ځواکونو د شکمنو کورونو پلټنه پيل کړې ده.
د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن وويل، چې په دغه نښته کې د ملي اردو پنځه سرتېري هم ټپيان شوي دي.
سيمه ييز چارواکي وايي، چې وسله وال طالبان د جرم ولسوالۍ په خستک دره کې مېشت او د طالبانو له لوري د نومول شوي والي مولوي امان الدين تر امر لاندې فعاليت کوي.
همدارنګه په فارياب ولايت کې د شپږو وسله والو مخالفينو له وژل کېدو خبر ورکړل شوى دى.
د فارياب امنيه قوماندانى د مطبوعاتو مسوول سيدمسعود يعقوبي وايي، چې دغه ډله وسله وال مخالفين د تېرو ٢٤ ساعتونو په ترڅ کې په قيصار او شيرين تګاب ولسواليو کې له امنيتي ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په دغو نښتو کې امنيتي ځواکونو او د سيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
دا په داسې حال کې ده، چې د فارياب ولايت يو شمېر قومي مشران او د ولايتي شورا غړي په قيصار ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو له فعاليته اندېښنه څرګندوي او ګواښ کوي، چې که امنيتي ځواکونه په وسلو مجهز نه شي نو دغه ولسوالۍ به د دولت له واکه ووځي.
خو په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو چارواکو ويلي، چې د ملي اردو يو مجهز کنډک په قيصار کې ځاى پر ځاى شوى او دا له امکان لرې خبر ده، چې دا ولسوالۍ دې د طالبانو لاسته پرېوځي.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د بدخشان پوليسو همدارنګه لس پاکټه هيرويين هم کشف او تر لاسه کړي او په اړوند يې يو تن نيولى دى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن