کابل ( پژواک،د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٣ ) : د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله وايي چې په هېواد کې د بيان ازادۍ ته ژمن دى، خو له رسنيو يې وغوښتل چې ملي ګټې په پام کې ونيسي.
نوموړي دغه څرګندونې د مرغومي په لومړۍ نېټه په کابل کې له يو شمېر فرهنګيانو او ژورنالېستانو سره د ليدنې پر مهال وکړې.
په دې غونډه کې فرهنګيانو او ژورنالېستانو خپلې بېلا بېلې ستونزې د حکومت اجراييه سره شريکې کړې او له هغه څخه يې ددې ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.
اجراييه رييس زياته کړه، چې حکومت د ژورنالېستانو او فرهنګيانو ستونزو ته به د هواري لارې چارې پيدا کوي او له دوى يې هم د همکارۍ غوښتنه وکړه.
عبدالله وويل چې په هېواد کې د بيان ازادۍ ته ژمن دى. هغه زياته کړه : (( دا زموږ يواځې انتخاباتي شعار نه و، بلکې موږ به په عمل کې هم دا ثابتوو.))
خو د حکومت اجراييه رييس له رسنيو وغوښتل چې د قانون په چوکاټ کې د بيان له ازادۍ ګټه پورته او له بې بندوبارۍ دې ډډه وکړي.
نوموړي په ولايتونو او ولسواليو کې له اړوندو مسوولينو وغوښتل چې معلوماتو ته د لاسرسي پر مهال له ژورنالېستانو سره همکاري وکړي.
له بې وزلو فرهنګيانو سره په بېلا بېلو برخو کې د مرستو او د هغوى د کتابونو د چاپ په اړه ډاکټر عبدالله وويل چې په دې اړه به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مسوولينو سره خبرې وکړي.
نوموړي له ملي سوداګرو هم وغوښتل چې راوړاندې شي او له حکومت سره په دې برخه کې مرسته وکړي.
هغه د ژورنالېستانو د يوې غوښتنې په ځواب کې وويل چې په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د ولايتونو په اړوندو رياستونو کې به فرهنګي مسلکي کسان په دندو وګومارل شي.
د ژورنالېستانو د خپلواکې ټولنې د دفاع کمېټې مسوول عبدالمعيد هاشمي په خپلو خبرو کې وويل چې په هېواد کې بايد سياسي جنجالونو ته نور د پاى ټکى کېښودل شي چې دده په وينا، دغو جنجالونو ټول ولس او په ځانګړې توګه فرهنګيان اندېښمن کړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په ولايتونو کې د ژورنالېستانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي،دولتي ځواکونه او سيمه ييز زورواکي ژورنالېستانو ته ستونزې جوړوي.
هاشمي هم له بې وزلو فرهنګيانو سره د مرستې غوښتنه وکړه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن