ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي مسوولين : وسله والو دانګام کې ملکي خلک سپر ګرځولي

28 Dec 2014 - 14:22
28 Dec 2014 - 14:22

دانګام (پژواک، ٧ مرغومى ٩٣): امنيتي مسوولين وايي چې وسله وال مخالفين د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې له ملکي وګړو د سپر په توګه کار اخلي او پر دولتي ځوکونو بريدونه ترسره کوي.

دغه څرګندونې د ملي امنيت لوى رياست وياند عبدالحسيب صديقي، په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد زمان وزيري او د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د مرغومي په ٧مه د دانګام ولسوالۍ په چاوڼۍ کې خبريالانو ته وکړې.

سلګونو وسله والو طالبانو له تېرو شاوخوا ١٦ ورځو راهيسې پر دانګام ولسوالۍ بريد کړى او اوس هم په ځينو سيمو کې جګړه روانه ده.

د ملي امنيت وياند عبدالحسيب صديقي په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله وال مخالفين له ملکي وګړو د سپر په توګه کار اخلي او د هغوى له کورونو پر دولتي ځواکونو ډزې کوي.

هغه زياته کړه، وسله والو مخالفينو پلان درلود چې د دانګام ولسوالۍ په نيولو سره دلته خپل مرکزونه ولېږدوي او له دغه ځاى د ناړۍ، اسمار او يو شمېر نورو ولسواليو لارې وتړي، دولت او ملکي خلکو ته ستونزې را ولاړې کړي.

صديقي دا هم وويل چې په دانګام ولسوالۍ کې ملکي وګړو د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون کړى او د مخالفينو د دغو بريدونو بله موخه دا وه چې د ملي پاڅونونو مخه ډب کړي.

د نوموړي په وينا‌، د دانګام جګړه د کونړ ولايت لپاره د وسله والو طالبانو له خوا د ټاکل شوي والي مولوي عمر مخلص او د ولسوال قاري ضياء الرحمن له خوا رهبري کېږي.

د ملي امنيت وياند وايي چې د وسله والو مخالفينو په ليکو کې د نورو بهرنيو وسله والو تر څنګ د پاکستان د لشکر طيبه وسله وال شامل دي.

د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمدزمان وزيري وويل چې د دانګام په سرحدي نقطو کې اوس هم جګړه روانه ده او ټولو ملي ځواکونو په کې برخه اخيستې ده.

هغه زياته کړه چې په دې جګړه کې تر اوسه ١٥٧ وسله وال وژل شوي، ١٢٠ ټپيان دي او ٢٦ دولتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو وزيري تېره اوونۍ د دولتي سرتېرو د مرګ ژوبلې شمېر ٤٠ تنه ښودلى و.

د ٢٠١ سېلاب قول اردو قوماندان ولسمشر، ملي شورا او خلکو ته ډاډ ورکړ چې په دانګام کې د ملي ځواکونو مورال لوړ دى او ډېر ژر به پاتې وسله وال هم وځپل شي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل پژواک اژانس ته وويل چې پر دانګام له بريد سره سم سيمې ته ټول دولتي ځواکونه پر وخت ورسېدل او د وسله والو پر ضد يې عمليات پيل کړل.

خو د دانګام ولسوالۍ د پاڅونوالو مشر حاجي مزمل څو څو ځلې پژواک اژانس ته ويلي وو‌، چې د جګړې کرښې ته ډېر وروسته دولتي ځواکونه ور ورسېدل.

سيدخېل زياته کړه چې په دانګام ولسوالۍ کې د ملي ځواکونو د همغږۍ يو مرکز جوړ شوى او هر څه له دغه ځايه تنظيميږي.

دى وايي چې د دانګام ولسوالۍ لوړې څوکې، کڅۍ، زمان بانډه، چاوڼۍ او نورې سيمې دولتي ځواکونو نيولې دي.

امنيه قوماندان هم وويل چې وسله وال له ملکي وګړو د سپر په توګه اخلي او تر اوسه په دې جګړه کې يواځې يو ملکي وګړى وژل شوى و.

خو د پاڅون مشر حاجي مزمل بيا د شپږو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى و.

په داسې حال کې چې ياد امنيتي چارواکي خبريالانو ته په سيمه کې معلومات ورکول، د جګړې لومړۍ ليکې څخه د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version