چاريکار (پژواک ٨ مرغومى ۹۲): په پروان کې د نوري فايبر پروژې په پرانيستو سره به د ياد ولايت ٢٥٠٠ کورنۍ او ادارې د افغان ټيلي کام له ټيلېفوني او انټرنېټي اړيکو برخمنې شي.
دغه پروژه، نن د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د سرپرست وزير بريالي حسام او د پروان ولايت چارواکو له لوري پرانيستل شوه.
حسام په خپلو خبرو کې وويل، اوسمهال د پروان د مرکز چاريکارو ښار ٢٥٠٠ کورنۍ، دولتي او نادولتي ادارې،کولى شي ارزانه ټيلېفون اړيکې او DSL انټرنېټې خدمتونو ته لاسرسى ولري او د نورو شبکو په پرتله يې په ټيټه بيه واخلي.
هغه زياته کړه، په دې پروژه يو ميليون امريکايي ډالره لګښت راغلى دى.
نوموړي د چاريکارو له اوسېدونکو وغوښتل، چې د افغان ټيلي کام له خدمتونو ګټه واخلي، څو يې پيسې د بهر پر ځاى د هېواد بوديجې ته ولاړې شي.
ده ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به د دې ولايت نورې سيمې هم د نوري فايبر پروژې تر پوښښ لاندې راوستل شي.
د پروان د ولايتي شورا رييس غلام بهاوالدين جيلاني د مخابراتو وزارت له چارواکو وغوښتل، چې دې پروژې ته په دې ولايت کې پراختيا ورکړي، ځکه دا پروژه بسنه نه کوي.
دى زياتوي، په کار ده، چې ټول خلک د ټکنالوجۍ له دې وسيلې استفاده وکړي.
د پروان پوهنتون يوه محصل نويد د يادې پروژې په پرانيستل کېدو خوښي څرګنده کړه او پژواک خبري اژانس ته يې وويل، مخکې له دې يې انټرنټ ته لاسرسى نه درلود او اوسمهال د خپلې زده کړې په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره اسانتيا ورته برابره شوه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن