ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلاوى : د سنګين پېښې د څېړنو موندنې به ولسمشر ته وسپارو

پلاوى : د سنګين پېښې د څېړنو موندنې به ولسمشر ته وسپارو

author avatar
5 Jan 2015 - 17:37
پلاوى : د سنګين پېښې د څېړنو موندنې به ولسمشر ته وسپارو
author avatar
5 Jan 2015 - 17:37

لښکرګاه (پژواک ۱۵ مرغومی۹۳): د سنګين پېښې د څېړلو لپاره د ولسمشر لېږل شوى پلاوى وايي، خپلې موندنې به ولسمشر ته وسپاري، بلخوا د هلمند سرپرست والي هم ومنله، چې په دې پېښه کې د ملي اردو سرتېرو لاس درلود.

تېره اونۍ (د مرغومي لسمه) د ملي اردو ځواکونو د هوانونو په يوه بريد کې، چې د سنګين ولسوالۍ د واده پر مراسمو يې کړى و، شاوخوا ٢١ تنه ووژل شول او ٤٥ نور ټپيان شول، چې ډېرى يې ښځې او ماشومان وو.

تر يادې پېښې وروسته،د سنګين سلګونه اوسېدونکي لښکرګاه ته راغلي، د ولايت مقام مخې ته يې د احتجاج په توګه خېمه وهلې او يادې پېښې د سمې پلـټنې غوښتنه کوي.

ولسمشر اشرف غني د يادې پېښې د څېړلو په موخه يو پلاوى لښکرګاه ته لېږلى، دغه پلاوي تېر ماښام د احتجاج کوونکو له مسوولينو سره وليدل، هغوى تر دې ليدنې وروسته خپله خېمه پورته کړه او احتجاج يې پاى ته ورساوه.

د ولسمشر د رالېږل شوي پلاوي مشر حاجي عزيز الله دين محمد په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوی د سنګين  د پېښې د قربانيانو له کورنيو سربېره له ځايى مسوولينو سره د يادې موضوع په اړه خبرې کړې دي.

هغه زياته کړه، چې د سنګين په پېښه کې د تثبيت  شويو  ۱۷ وژل شوي کسانو کورنيو ته د هر وژل شوي تن  په سر سل زره افغانۍ او ۴۵ ټپيانو ته يې د هر ټپي پر سر ۵۰زره افغانۍ ورکړې دي.

د نوموړي په وينا، د پاتې لسو نورو کسانو په اړه چې خلک يې د مړينې په اړه ادعا کوي، تر څېړنو وروسته به له هغوى سره هم يادې مرستې وشي.

دين محمد وايي، د دوی په پرېکړه کې ځينې مهم ټکي دا وو، چې په سنګين کې به د ملي اردو پرته لوا لرې کېږي او پر ځاى به يې نور سرتېري ولېږل شي.

د ولسمشر له خوا د لېږل شوي پلاوي مشر وويل، چې په ياده پېښه کې ښکېلو کسانو ته به سزا ورکړل شي.

د هغه په وينا، هغه درې کسان چې له دولت سره بنديان دي او په پېښه کې يې د کورنۍ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې، ډېر ژر به خوشې شي.

نوموړي وويل، چې د هلمند جنګ د هېواد پر امنيت ناوړه اغېزه کوي او په جنګ دغه ستونزه نه شي هوارېدلی، نو له دې امله دوی له امنيتي کسانو سره خبرې کړې، څو په سوله ييزه توګه په سنګين او د دې ولايت په ناامنو سيمو کې امنيت ټينګ شي.

د هلمند سرپرست والي تورنجنرال محمد نعيم هم خبريالانو ته وويل، چې د ملي اردو دوه کسان د سنګين په پېښه کې د لاس لرلو په تور نيول شوي او تر پوښتنو وروسته کېداى شي يو شمېر نور کسان هم ونيول شي.

هغه زياته کړه، چې د ولسمشر له خوا ټاکل شوي پلاوي د پېښې ټول اړخونه څېړلي، خپل راپور به په مرکز کې ولسمشر ته وړاندې کوي او هغه به وروستى تصميم نيسي.

سرپرست والي وايي، چې ده او د قربانيانو د کورنيو غړو له ولسمشر سره په همدې اړه د ويډيوله لارې خبرې کړې دي.

د سنګين ولسوالۍ يوه اوسېدونکي او قومي مشر سيف الدين سنګين وال پژواک اژانس ته وويل، چې له راغلي پلاوي سره تر خبرو وروسته يې خپل احتجاج پاى ته رسولى دى.

هغه زياته کړه، پلاوي ورته ډاډ ورکړى، چې د يادې پېښې په اړه به سمه څېړنه کېږي.

خو د لاريون کوونکو يوه بل مشر بريالي هلمند بيا د لاريون پر پاى ته رسولو نيوکه وکړه او ادعا يې لرله  چې يو شمېر مشرانو له پلاوي سره جوړ جاړى کړى دى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.