ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي دفاع کانديد وزير رد شو

28 Jan 2015 - 15:03
28 Jan 2015 - 15:03

کابل (پژواک، ٨ سلواغه ٩٣): ولسي جرګې د ملي دفاع وزارت کانديد وزير ستر جنرال شېرمحمد کريمي ته د رد رايه ورکړه.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې چې ٢٤٣ استازي په کې حاضر وو، ٩٦ موافقې او١١٤ مخالفې رايې وکارول شوې.

همدارنګه د کارول شوو رايو له ډلې  ٧ باطلې او ٢٦ سپينې دي.

کريمي له ٢٤ کانديد وزيرانو او د افغانستان بانک او د ملي امنيت د رييسانو په توګه، تېره اوونۍ د حکومت له خوا ولسي جرګې ته ور پېژندل شوي وو.

له دې ډلې يواځې ١٨ نوماندانو او د ملي امنيت کانديد رييس خپل کاري پروګرامونه ولسي جرګې ته وړاندې کړل، خو پاتې نورو نوماند وزيرانو او د افغانستان بانک کانديد رييس د دوګوني تابعيت او ځينو نورو ستونزو له امله رد شول او ولسي جرګې ته د خپلو پروګرامونو وړاندې کولو اجازه ورنه کړل شوه.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version