ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې پوځي عمليات ښه پرمخ روان دي

16 Feb 2015 - 22:27
16 Feb 2015 - 22:27

لښکرګاه (پژواک ۲۷ سلواغه ۹۳): امنیتي مسوولين وايي چې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د ذوالفقار ښه پرمخ روان دي او تراوسه يې پروړاندې مخالفينو هېڅ مقاومت نه دى کړى.

دا عمليات د سلواغې په ٢٦ مه پيل شوي خو چارواکي وايي چې په پام کې ده نورو څېرمه ولسواليو ته هم وغځول شي.

د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د ارکان ریس ډګرجنرال عبدالخالق چې ددې عملیاتو مشري کوي نن خبریالانو ته وویل څومره چې دوی چمتوالی نیولی و په هغه شمیره ددولت وسله وال مخالفین په سيمه کې نشته.

نوموړي وويل چې د عملياتو په لړ کې ډېرې سيمې د مخالفينو له شتونه پاکې شوي او همداراز د پلان سره سم په ځېنو سيمو کې پوليسو پوستې جوړې کړي.

دى وايي چې په هر يوه پوسته کې تر سلو سرتېري مېشت کېږي او تر عملياتو وروسته به د سيمې امنيت ساتي.

عبدالخالق په خبره عمليات چټک پرمخ روان دي او تردې مهاله کوم څرګند مقاومت د مخالفينو لخوا نه ليدل کېږي. نوموړي په روانو عملياتو کې مخالفينو يا هم دولتي سرتېرو ته د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات ورنکړل.

نوموړي وویل، تر دې وروسته به د شپي لخوا هم په هغو سیمو کې هوايې او ځمکني عملیات ترسره شي چې د دولت د وسله والو مخالفینو پټنځاى تشخيص شي.

د ارکان ریس زیاته کړه، د ذوالفقار د عملیاتو ترڅنګ، دکندهار په غورک، د نیمروز، ارزګان او فراه ولایتونو او دغه  راز د هلمند په سرحدي سیمو کې هم ګزمي او عملیات دوام لري او ډیر ژر به يې پایلي څرګندې شي.

عبدالخالق که څه هم روانو عملياتو کې د ګډونوالو سرتېرو شمېر په ګوته نه کړ خو ويې ويل چې په دې عملياتو کې د ۲۱۵ میوند قول اردو تر څنګ په کندهار کې د ۲۰۵ اتل، د هرات ۲۰۷ ظفر قول اردوګاني او د کابل د۱۱۱ فرقي پلي سرتیري برخه لري.

دهلمند سر پرست  والي محمد نعیم وویل، د تېرو عملیاتو په پرتله په دې عملیاتو کې دافغان ځواکونو تر منځ ښه همغږي شته، داړتیا پرمهال د ټپيانو د لیږد، د جنګي تجهیزاتو د رسولو په موخه یو ګډ مرکز جوړ شوی دی.

والي وویل ددې عملیاتو مشري د ملي اردو ځواکونه کوي او هیله يې وښوده چې په ښه ډول تر سره شي.

 د پولیسو په چارو کې عمومي قوماندان، لوی پاسوال محمد سالم احساس وویل، دوی کومه ستونزه نلري، ټولې هغه اړتیاوي يې پوره چې پولیس يې دعملیاتو پرمهال ورته اړتيا لري.

احساس زياتوي چې نه یوازي يې د تجهیز له پلوه د پوليسو ستونزې هواري شوي دي، بلکې په مسلکي لحاظ پوليس پياوړي شوي او ښه روزنه يې ليدلې ده.

بله د سنګين اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې په روانو عملياتو کې خلکو د مالي زيان د اوښتو خبره کوي.

د سنګین ولسوالۍ د ټولنیزي شورا غړي حاجي نسیم  پژواک ته وویل د سنګین د شکر شیلې سیمه کې جګړه روانه ده او همداراز په مالمند سيمه کې د يوې چاپې پرمهال ګڼ دوکانونه او د موټر يو پلورنځاى سوځېدلى دى.

حاجي نسيم وويل چې دې چاپه کې دوه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، خو څرګنده نه ده چې وسلوال دي که ملکي خلک.

د مالمند د پیښي په اړه امنیتي، مسوولینونو څه ندي ویلي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version