ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملاخېل: ملکي وګړو ته د زيان نه پېښېدو له امله به ذوالفقار عمليات ورو روان وي

19 Feb 2015 - 14:51
19 Feb 2015 - 14:51

لښکرګاه (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٣): د هلمند امنيه قوماندان وايي چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره د دولت د وسله والو مخالفينو پر ضد د ذوالفقار روان عمليات ورو مخې ته ځي.

امنيه قوماندان نبي جان ملاخېل نن خبريالانو ته وويل چې د عملياتو په لړ کې تر دې مهاله ډېرې سيمې د مخالفينو له شتونه پاکې شوې او تر سلو ډېرو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملاخېل وويل چې تر دې مهاله د ګوتو په شمېر امنيتي سرتېري ژوبل شوي خو ملکي کسانو ته هېڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

هغه زياته کړه چې مخالفينو ته د سنګين او موسی کلا ولسواليو او د لښکرګاه اړوند ترخه ناور سيمه کې مرګ ژوبله اوښتې او په وينا يې تېره ورځ په ترخه ناور سيمه کې د فريد جانان په نوم د طالبانو يو قوماندان وژل شوى دى.

امنيه قوماندان وايي چې تېرو تجربو ته په کتو دا ځل عمليات داسې پلان شوي چې ورو خو په ډاډمنه توګه مخې ته ولاړ شي او همداراز کومانډو ځواکونه د شپې له خوا پر مخالفينو ورشي.

هغه وايي چې د امنيتي ځواکونو د شپې مهال چاپې د مخالفينو د ځپلو لپاره موثرې ثابت شوې دي.

ملاخېل وويل، کومې سيمې چې له مخالفينو پاکېږي، هلته امنيتي ځواکونه امنيتي پوستې جوړوي.

ده وويل، تر دې مهاله په عملياتو کې تر ٢٠٠ ډېر ماينونه هم شنډ شوي دي.

امنيه قوماندان وايي چې دغه عمليات د اوږدې مودې لپاره په پلان کې نيول شوي او ورو ورو به يې ساحه پراخه شي.

بلخوا په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مرستيال جنرال غلام فاروق پرواني پژواک ته وويل، عمليات بريالي روان دي، مخالفينو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولي ده.

دى وايي چې امنيتي ځواکونه ځکه تلفات نه لري چې اکثر د شپې له خوا ترسره کېږي او هوايي ملاتړ هم له ځان سره لري.

پرواني وايي چې د دغو عملياتو په سيمو کې مخالفينو څرګند مقاومت نه دى کړى او يواځې ستونزه په ځمکه کې خښ شوي ماينونه دي چې شنډول په عملياتو کې د څه ناڅه ځنډ لامل کېږي.

بلخوا د ۲۱۵ ميوند قول اردو په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په واشير ولسوالۍ کې دوه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په عملياتو کې ملکي کسان هم ژوبل شوي دي.

د دې ولسوالۍ يوه قومي مشر عليشاه خان پژواک ته وويل چې د عملياتو له پيله تر دې مهاله دوه ښځې او درې ماشومان په دوو جلا پېښو کې ټپيان شوي دي.

ده هم تاييد کړه چې که عمليات همداسې ورو مخته ولاړ شي، نو ملکي تلفات به يې ډېر کم وي.

نوموړي زياته کړه چې اوسمهال د دې ولسوالۍ د دواب او فتح محمد په سيمو کې جګړه روانه ده او يو شمېر کورنۍ له خپلو ځايونو بېځايه شوې دي، خو د تېرو جګړه په پرتله ډاډه دي او ډېره اندېښنه نه لري.

بلخوا د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا وايې تېره ورځ يې د لښکرګاه او اړونده نږدې ولسواليو په ترخه ناور سيمه کې ۷ ټانکونه پر ماينونو الوځولي او ګڼ شمېر سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړلې ده.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version