ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قادس ولسوال له کمين څخه روغ ووت

د قادس ولسوال له کمين څخه روغ ووت

author avatar
18 Feb 2015 - 17:24
د قادس ولسوال له کمين څخه روغ ووت
author avatar
18 Feb 2015 - 17:24

قلعه نو( پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٣): د بادغيس ولايت د قادس ولسوال صالح محمد بېک د وسله والو مخالفينو له کمين څخه چې دوه طالبان په کې وژل شوي، روغ وتلى، خو يو سيمه ييز پوليس په کې ټپي شوى دى.

د قادس ولسوال صالح محمد بېک، د ټيلېفون په وسيله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دى د بادغيس له مرکز قلعه نو څخه يادې ولسوالۍ ته پر لاره د قادس اړوند په قرچغۍ سيمه کې د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شو.

هغه وويل، چې له ده سره په رېنجر موټر کې دوه سيمه ييز پوليس و، چې يو يې ټپي شو.

صالح محمد وايي دوى له وسله والو مخالفينو سره مقاومت وکړ، چې په پايله کې يې يو طالب ووژل شو او بل طالب ټپي شو.

د هغه په وينا، د وژل شوي طالب مړى د بادغيس ولايتي روغتون ته لېږدول شوى او طالبانو يې خپل ټپي له ځان سره وړى و، خو ده راپور تر لاسه کړى چې ټپي شوى طالب هم مړ شوى دى.

د ياد روغتون سرطبيب ډاکټر محمدابراهيم محمدي، پژواک ته وويل چې د يو تن مړى او ټپي شوى سيمه ييز  پوليس دې روغتون ته ور وړل شوي دي.

دى وايي چې سيمه ييز پوليس سرسري تپي شوى دى.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي .

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.