ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوناما: په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله ٢٢ سلنه لوړه شوې

18 Feb 2015 - 12:11
18 Feb 2015 - 12:11

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٣): د ملګرو ملتونو سازمان په يوه تازه راپور کې راغلي چې په ٢٠١٤ زېږديز کال کې په افغانستان کې له لسو زرو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د دې مرګ ژوبلې ډېر مسووليت د دولت وسله والو مخالفينو ته متوجه شوى دى.

په هغه راپور کې چې نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوى دفتر (يوناما) له خوا په کابل کې خپور شوى، راغلي چې په ٢٠١٤ کال کې د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړه کچه ثبت شوې چې له مخې يې ٣٦٩٩ ملکي وګړي وژل شوي او پاتې ٦٨٤٩ کسان ټپيان شوي چې د تېر ٢٠١٣ زېږديز کال په پرتله ٢٢ سلنه لوړوالى ښيي.

يوناما وايي چې دغه شمېره له ٢٠٠٩ کال راهيسې د لومړي ځل لپاره د ملکي مرګ ژوبلې تر ټولو لوړه شمېره ښودل شوې ده.

د ٢٠٠٩ زېږديز کال له پيله تر اوسه په افغانستان کې ١٧٧٤٤ ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړى او ٢٩٩٧١ کسان ټپيان شوي دي.

د دغه راپور د معلوماتو له مخې، په ٢٠١٤ زېږديز کال کې ماشومانو او ښځو د وسله والو شخړو او د ځمکنيو جګړو د ډېرېدو په پايله کې ډېر زيان ليدلى چې په دې موده کې ٧١٤ ماشومان او ٢٩٨ ښځې وژل شوې او ١٧٦٠ ماشومان او ٦١١ ښځې ټپيانې شوې دي چې د ماشومانو د مرګ ژوبلې په کچه کې ٤٠ سلنه او د ښځو بيا ٢١ سلنه لوړوالى راغلى دى.

د دغه راپور د معلوماتو له مخې، د دې مرګ ژوبلې ٧٢ سلنه يې په وسله والو مخالفينو، ١٢ سلنه په دولتي ځواکونو او دوه سلنه په بهرنيو ځواکونو پورې اړوند شوې، خو پاتې ١٠ سلنه ځمکنۍ مرګ ژوبله بيا په هېڅ لوري پورې هم نه ده منسوب شوې.

درې سلنه مرګ ژوبله په کوم چا پورې له منسوبې جګړې د پاتې چاودېدونکو توکو او يوه سلنه يې د سرحدي توپخانې د ډزو د تبادلې له امله رامنځته شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي نيکولاس هايسم په دې خبري ناسته کې وويل چې په ٢٠١٤ کال کې شوو نښتو ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اړولې، خو په حقيقت کې دا په جګړه کې د ښکېلو لورو مسووليت دى، څو د جګړې پر مهال ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې له اوښتو مخنيوى وکړي او د پوځي عملياتو پر مهال ملکيان وساتي او د مرګ ژوبلې د کموالي لپاره اړين تدابير په پام کې ونيسي.

هغه زياته کړه چې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونکي توکي او ځانمرګي بريدونه تر ډېره د دې مرګ ژوبلې لامل بلل کېږي چې تر ډېره د وسله والو مخالفينو له لوري ترسره شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي وويل: “په راتلونکي اوړي کې به جګړه لا توده شي، خو د جګړې ډېرېدل بايد د ملکيانو د مرګ ژوبلې د کچې لوړېدو لامل نه شي او ښکېل لوري د ملکيانو د مرګ ژوبلې د کموالي لپاره له ټولو هڅو کار واخلي.”

هايسم وايي چې د دې مرګ ژوبلې يوه کاپي د وسله والو مخالفينو په واک کې هم ورکړل شوې، په داسې حال کې هغوى د يادې مرګ ژوبلې په اړه دغه راپور نه مني، خو ژمنه يې کړې چې د ملکيانو د ژوند ساتلو لپاره به هر ډول هڅې وکړي.

د يوناما د بشري حقونو مشر جورجيت ګګنن هم وويل چې د ملکيانو د مرګ ژوبلې د کچې لوړېدل تر ډېره د ښکېلو لورو تر منځ د ځمکنۍ جګړې د ډېرېدو له امله ده.

د هغه په وينا، دې جګړې تر ډېره د ولسواليو په مرکزونو او نږدې سيمو، د اوسېدو او د ګڼې ګوڼې په سيمو کې ترسره شوې او دواړو لورو له سپکو او درنو وسلو په کې ګټه پورته کړې ده.

ګګنن زياته کړه چې ملکي مرګ ژوبله په کونړ، فارياب او هلمند ولايتونو کې د عملياتو د ډېرېدو له امله لوړه بلل شوې.

په دغه راپور کې له ښکېلو لورو غوښتل شوي چې له درنو وسلو لکه هاوان، لاسي بمونو راکټ څخه په هغو سيمو کې چې خلک په کې ژوند کوي، په ځانګړي ډول په هغو سيمو کې چې ښځې او ماشومان په کې تګ راتګ کوي، مخنيوى وکړي.

وسلوالو طالبانو د ملګرو ملتونو دغه راپور رد کړى، دا يې اړخيز او له حقيقت څخه لرې ګرځولى دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version