کابل (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٣): د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف د امريکا د مشرانو جرګې له پلاوي سره د ليدنې پر مهال هغوى ته د کابل د سفر په اړه معلومات ورکړل.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف او د استخباراتي ادارې (اى اېس اى) مشر جنرال رضوان اختر وړمه ورځ کابل ته راغلي وو ، له ولسمشر او اجراييه رييس سره يې جلاجلا وليدل.
پاکستاني رسنيو د سلواغې په ٣٠مه خبر ورکړى چې د پوځ مشر جنرال راحيل شريف پرون په راولپنډۍ ښار کې د امريکا د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو د کمېسيون له يوه پلاوي سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، چې د دې ليدنې پر مهال د پوځ مشر په ډاګه کړې چې هېواد يې د هېڅ يوې سخت دريځې ډلې ملاتړ نه کوي .
هغه ويلي چې د هېواد امنيتي ځواکونه يې په شمالي وزيرستان کې د ټولو وسله والو او سخت دريځو ډلو پر ضد عمليات په لاره اچولي چې په برياليتوب سره روان دي.
جنرال شريف زياته کړې چې د روانو عملياتو په ترڅ کې د پاکستان تحريک طالبان شبکه يې له منځه وړې او د شمالي وزيرستان ډېره برخه يې له هغوى پاکه کړې ده.
په راپور کې راغلي چې د پوځ مشر د دې ليدنې پر مهال د پاکستان او افغانستان د ګډې پولې پر امنيت هم خبرې وکړې او په ډاګه يې کړه چې د ترهګرو د ځالو د له منځه وړو لپاره له افغانستان سره په ګډه عمليات ترسره کوي.
د هغه په وينا، په دې ګډو عملياتو کې يې ډېرې برياوې هم ترلاسه کړې دي.
په خبر کې راغلي چې د پاکستان د پوځ مشر کابل ته د خپل وروستي سفر په اړه هم امريکايي پلاوي ته معلومات ورکړل او زياته يې کړه چې افغانستان او پاکستان د ترهګرو د له منځه وړو او په سيمه کې د امنيت ښه کولو په موخه ګډ اقدامات په لاره اچوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن