ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلیلزاد او جنرال میلر د پاکستان پوځی مشرانو سره پر افغان سولې خبرې وکړې

14 Dec 2020 - 21:25
14 Dec 2020 - 21:25

کابل (پژواک، ۲۴ لیندۍ ۹۹) : د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې ای ایس ای مشرانو سره پر افعان سولې پروسې خبرې او سلا مشورې کړې دي.

د پاکستان د پوځ لخوا د لیندۍ په ۲۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمی خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال سکاټ میلر نن په یوه رسمي سفر اسلام اباد ته راغلي وو.

سرچینې زیاته کړې، چې امریکایي پلاوي د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د استخباراتي ادارې ای ایس ای مشر جنرال حمید سره ولیدل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ددواړو لوریو نورو پوځي او ملکي چارواکو هم ګډون کړي وو.

د پاکستان پوځ ویلي، په دې ناسته کې ددواړو هیوادونو د اړیکو ترڅنګ پر افغان سولې پروسې  او وروستیو پرمختګونو خبرې اترې او سلا مشورې وشوې.

سرچینې ویلي، چې د پاکستان دپوځ مشر جنرال باجوه یو ځل بیا په افغان سولې پروسه کې د خپل اړخه د ملاتړ ډاډ ورکړ.

خلیلزاد په داسې حال کې  پاکستان ته تللی و، چې په قطر کې تر دریېو میاشتو بین الافغاني مذاکراتو وروستو دواړه ټیمونه ددریو اونیو لپاره په رخصت تللي دي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version