کابل (پژواک، ٢ کب ٩٣): د کرکټ د نړيوال جام سياليو د (ب) ګروپ په يوه لوبه کې د ويسټ انډيز لوبډلې پاکستان ته د ١٥٠ منډو په توپير سره ستره ماتې ورکړه.
د يوه ورځنۍ کرکت نړيوال جام سيالۍ د سلواغې په ٢٥مه په اسټراليا او نيوزيلينډ کې پيل شوې چې د افغانستان په ګډون د نړۍ د ١٤ هېوادونو لوبډلو په کې برخه اخيستې ده.
د دغو سياليو په لړ کې نن (د کب ٢مه) په (ب) ګروپ کې د ويسټ انډيز او پاکستان ترمنځ لوبه ترسره شوه.
د دې لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړى يې د ويسټ انډيز لوبډلې ته د لوبې کولو بلنه ورکړه.
د ويسټ لوبډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ٣١٠ منډې جوړې کړې او پاکستان ته يې د ٣١١ منډو هدف ورکړ.
د دوى له لوري رامدين ٥١، سايمنس ٥٠، رسل ٤٢ او سمي ٣٠ تېزې منډې جوړې کړې.
د پاکستان لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شواى کړاى او ټوله لوبډله يې په ٣٩ اورونو کې په ١٦٠ منډو وسوځېده.
د پاکستان د لوبې پيل ډېر خراب و او يواځې په څلورو منډو يې څلور پياوړي لوبغاړي وسوځېدل.
د پاکستان له لوري يواځې دوو لوبغاړو ښه لوبه وکړه، صهيب مقصود ٥٠ او عمر اکمل ٥٩ منډې جوړې کړې.
تر دې مخکې د هندوستان لوبډلې هم پاکستان ته ماتې ورکړې وه او د ايرلينډ لوبډلې بيا له ويسټ انډيز څخه لوبه ګټلې وه.
ټاکل شوې وه نن په اسټراليا کې د کوربه اسټراليا او بنګله دېش تر منځ لوبه ترسره شي، خو د سخت باران له امله دغه لوبه ځنډېدلې او کېداى شي سبا ترسره شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن