تالقان (پژواک، ١١ کب ٩٣): د تخار سيمه ييز چارواکي وايي چې په ورسج ولسوالۍ کې تر سلو زيات کورونه تر واورو لاندې شوي دي.
د تخار د سرپرست والي وياند سنت الله تيمور د کب په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېر ماښام راهيسې د يادې ولسوالۍ په ويغنان سيمه کې د واورو ښويېدو له امله تر سلو زيات کورونه لاندې شوي دي.
هغه زياته کړه چې د واورې ښويېدو له امله د يادې سيمې لاره د ولسوالۍ له مرکز سره تړل شوې او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
تيمور وايي، کېدای شي دغه پېښه مرګ ژوبله هم ولري، خو زياتوي چې تر دې دمه يې کره معلومات نه دي ترلاسه کړي.
هغه وايي چې د تخار ادارې بېړنۍ غونډه رابللې چې د ژغورنې ډله سيمې ته ولېږي.
د سرپرست والي وياند وويل چې د تخار والي د حکومت له اجرايي مشر ډاکټر عبدالله سره خبرې کړې دي چې د ژغورنې ډله د چورلکې په مټ سيمې ته ولېږي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د واورې ښويېدو، سېلابونو او ورښتونو له امله تر ٣٠٠ زيات کسان مړه، لسګونه ټپيان او سلګونه کورونه زيانمن شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن