ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو تن د شرابو څښلو له امله اتيا  دورې ووهل شو

يو تن د شرابو څښلو له امله اتيا دورې ووهل شو

author avatar
9 Mar 2015 - 18:40
يو تن د شرابو څښلو له امله اتيا  دورې ووهل شو
author avatar
9 Mar 2015 - 18:40

اسعد اباد (پژواک ١٨ کب ٩٣): د کونړ په يوې علني محکمه کې يو تن د شراب څښلو په جرم اتيا دورې وهل شوى دى.

دا تن د کونړ د مرکز اسعداباد اوسېدونکى ٣٥ کلن باچا نومېږي، چې شل ورځې وړاندې، پوليسو د دې ولايت د نورګل ولسوالۍ د زيړي بابا په سيمه کې له دوه بوتله شرابو سره يوځاى نيولى و، چې نن يې په اړه د کونړ په ښاري لومړۍ محکمه کې محکمه ترسره شوه.

د دې تورن د دوسيې څارنوال لطف الله له قضائيه پلاوي څخه  غوښتنه وکړه، دا چې تورن  په خپل جرم اعتراف کړی ،د نشه يي توکو د کنټرول د قانون د ۴۴مې مادې د دوهم بند، چې د دې جرم لپاره شرعي حد دی، د سزا غوښتنه کوي.

په محکمه کې تورن کس، په خپله اعتراف وکړ، چې دوه بوتله شراب يې په خپله د څښلو په موخه اخيستي و او څښلي يې دي.

د ښاري محکمې رييس او د قضائيه پلاوي مشر قاضي مُحب الله د څارنوال له غوښتنې سره سم، د شريعت او حنفي فقهې اود نشه يې توکو پر ضد د کنټرول د قانون د حکم پربنسټ ، نوموړي ته د اتيا دورو وهلو سزا د خلکو پر وړاندې ورکړه.

 قاضي وويل، چې دا سزا د نوموړي لپاره حد او د نورو لپاره عبرت شو.

مدافع وکيل عصمت الله هم د قاضي په پرېکړې قناعت وکړ او ياده سزا يې د تورن لپاره کافي وبلله.

تورن کس هم د قاضي له خوا په ټاکلې سزا قناعت وکړ  او د ښاري محکمې د رييس قاضي محب الله له لوري پر ٧٨ دورو ووهل شو او په پاتې دوو نورو دورو د قاضي په اجازه يوه عام وګړي فضل وواهه.

فضل چې د اسعداباد اوسېدونکى دى، پژواک اژانس ته وويل، په دې ډېر خوښ دى، چې يو شرعي حد په يوه محکمه کې ترسره کېږي او په کار ده، چې هر ډول مجرم ته شرعي سزا د خلکو پر وړاندې ورکول شي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.