نيلي (پژواک، ٦ ورى ٩٤): د دايکنډي ځايي چارواکي وايي چې وسله والو مخالفينو د دغه ولايت ٢٠ اوسېدونکي تښتولي او د هغوى د خوراکي توکو لېږدوونکي موټر يې درولي دي.
د دغه ولايت د کجران ولسوال ضامن پويا پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کاروان له کندهاره کجران ته خوراکي توکي لېږدول چې دوه ورځې وړاندې د اروزګان په چهارچينو ولسوالۍ کې ودرول شول.
هغه وايي چې وسله والو مخالفينو ٢٠ تنه چې چلوونکي او د هغوى کلېنران په کې وو، د چهار چينو سراب سيمې ته لېږدولي دي.
پويا زياته کړه چې برمته شوي ټول د دايکنډي اوسېدونکي وو او د ځايي سپين ږيرو په وسيله هڅه کوي چې هغوى له وسله والو مخالفينو را خلاص کړي.
د کجران ولسوال وويل چې موضوع يې د اروزګان له چارواکو سره شريکه کړې، څو په دې برخه کې همکاري وکړي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
تېره مياشت د کابل –کندهار پر لويه لاره د غزني په شاه جوى ولسوالۍ کې ٣٠ مسافر د وسله والو مخالفينو له خوا وتښتول شول او برخليک يې لا هم نه دى څرګند شوى.
د دايکنډي د ولايتي شورا غړى او د کجران اوسېدونکى ابراهيم رحماني وايي چې د خوراکي توکو د موټرو په درولو سره چې وريجې، اوړه او غوړي بار وو، په کجران بازار کې د خوراکي توکو بيې څو چنده لوړې شوې دي.
هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو د چرګ غوښې فاسدې او له موټرو يې غورځولې دي.
ځايي چارواکي وايي چې يو لېتر تېل چې پخوا په ٥٠ افغانۍ وو، اوس ٩٠ افغانيو ته لوړ شوي او د کجران په بازار کې د چرګ غوښه نه موندل کېږي.
له بلې خوا د دايکنډي خلک او د ولايتي شورا غړي وايي چې په کجران ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو خوځښتونه زيان شوي او که چېرې امنيتي ځواکونه پياوړي نه شي، نو دا ولسوالۍ د سقوط له خطر سره مخ ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت د ځمکنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مراد علي مراد په دې وروستيو کې د امنيتي وضعيت په اړه ولسي جرګې ته استجواب شوى و. نوموړي وويل چې د هلمند په شمال ولسوالي سنګين کې د ملي اردو د عملياتو له سختېدو سره وسله وال مخالفين هڅه کوي چې په دايکنډي په ځانګړي ډول په کجران ولسوالۍ کې خپل نفوذ زيات کړي او په هلمند کې د روانو عملياتو مخه دې ولسوالۍ ته واړوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن