جلال اباد (پژواک، ۲۵ وری ۹۴): د ۲۰۱ سېلاب قول اردو چارواکو د ناټو "پرېکنده ماموريت" قوماندانۍ له پوځي مشرانو سره په کتنه کې ويلي چې د "جلال اباد داخلي بريد" د بريدګر سرتېري شخصي عمل و.
د دغو افغان او بهرنيو پوځي مشرانو تر دې ناستې يوه اوونۍ مخکې د سېلاب قول اردو اړوند د څلورمې لوا يوه سرتېري په جلال اباد کې پر بهرنيو پوځيانو ډزې وکړې او ۸ بهرنيو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
د ياد بريد په ځوابي ډزو کې د ملي اردو د بريدګر سرتېري په ګډون دوه افغان پوځيان وژل شوي او يو بل سرتېری ټپي شوی دى.
تر دې پېښې وروسته د ننګرهار امنيتي ادارو د پېښې د څرنګوالي په تړاو د جدي څېړونو د پيل اعلان وکړ چې ويل کېږي څېړنې لا هم روانې دي.
د وري په ۲۴مه په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې د قول اردو د قوماندان تورن جنرال محمدزمان وزيري، د ناټو د پرېکنده ماموريت قوماندانۍ مرستيال جنرال پاولو روګيرو (Paolo Ruggero) او د دې قوماندانۍ د کشف مسوول جنرال بيرير (Gen Bereir) په کتنه کې پر نور امنيتي مسايلو سربېره د ياد بريد په اړه هم خبرې کړي.
د ياد قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د وري په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((جنرال وزيري په دې ناسته کې د جلال اباد د داخلي بريد په اړه د امريکا دفاع وزارت او خلکو ته د ډاډګېرنې پيغام وړاندې کړ او يادونه يې وکړه چې ياد بريد د ملي دفاع وزارت هدف نه دی، بلکې شخصي عمل و، په مقابل کې بهرنيو پوځي مشرانو په دې مسئله کې خپل حسن نيت ښکاره کړ.))
هاتفي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: (( تر اوسه چې د يادې پېښې په اړه څېړنې شوې ښايي چې دا بريد د بريدګر سرتېري شخصي عمل و، نوموړی سرتېری له ۱۸ مياشتو راهيسې د بهرنيو پوځيانو له سپېشل فورس سره د ملي اردو د ملاتړ ډلګي يو سرتېری و او له هغه پخوا يې هم په دو کلن ماموريت کې منفي سوابق نه درلودل.))
د هاتفي زياته کړه، په دې ليدنه کتنه کې د سېلاب قول اردو قوماندان او بهرني پوځي مشرانو پر امنيتي وضعيت، د افغان پوځيانو له لوري د وسله والو پر وړاندې د چاڼيزو عملياتو پر همغږۍ او نورو اوپراتيفي مسايلو خبرې وکړې.
بلخوا د ياد قول اردو له د مطبوعاتي دفتره د وري په ۲۵مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سېلاب قول اردو قوماندان په دې ناسته کې ويلي چې سرتېري يې د بهاري عملياتو د ترسره کولو لپاره چمتووالی لري.
سرچينه زياتوي، د قاطع ماموريت قوماندانۍ مرستيال جنرال ژوريرديو په دې ناسته کې ويلي چې د انتقال له پروسې وروسته د سېلاب قول اردو اړوندې سيمو کې امنيتي وضعيت تر پخوا ښه شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن