ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو ځانمرګی د بريد له تنظيموونکي سره ونيول شو

يو ځانمرګی د بريد له تنظيموونکي سره ونيول شو

author avatar
27 Apr 2015 - 19:10
يو ځانمرګی د بريد له تنظيموونکي سره ونيول شو
author avatar
27 Apr 2015 - 19:10

جلال اباد، تالقان، ښرنه (پژواک ٧ غويى ٩٤): چارواکي وايي، په ننګرهار کې يو ځانمرګی بريدکوونکی سره له يو د ځانمرګو بريدونو تنظيموونکي سره نيول شوى او تخار کې يو ماشوم د تښتوونکو له منګولو خلاص شوى دى.

د ننګرهار د وياند له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان نن جلال اباد ښار ته نږدې د بهسودو پله په سيمه کې چې په موټر کې سپاره وو، د ملي امنيت د منسوبينو له لوري نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، ځانمرګی بريدکوونکی د بټي کوټ ولسوالۍ او د ځانمرګو بريدونو تنظيموونکی د خوګياڼو ولسوالۍ دی، چې اوس مهال له کونړ ولايت څخه راغلي وو او غوښتل يې چې جلال اباد ښار ته ننوځي او ځانمرګی بريد وکړي.

سرچينه وايي، نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او دمګړۍ ملي امنيت رياست کې ترې نورې پوښتنې روانې دي.

وسله والو مخالفينو د دې کسانو د نيولو په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، د تخار سيمه ييز چارواکي وايي، چې پوليسو يو ١١ کلن ماشوم د تښتوونکو له منګولو خلاص کړى او دوه تښتوونکي يې هم نيولي دي.

د دغه ولايت سرپرست امنيه قوماندان او امنيت امر سمونوال حاجي محمد اغا داوود پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سړي تښتوونکو دوه ورځې وړاندې د عبدالحليم په نامه يو ۱۱ کلن ماشوم، چې د تالقانو د چشمه شېر د سيمې اوسېدونکى دى، د خسکپې له سيمې څخه تښتولى وو.

ده زياته کړه، تښتوونکو دغه ماشوم خواجه چنګال سيمې ته چې له مرکز تالقانو څخه کابو ۱۵ کيلومټره لرې ده، بېولي وو، چې په وينا يې د درېيمې حوزې د پوليسو له لوري ونيول شول.

د هغه په خبره، نيول شوي سړي تښتوونکي زړګى او حقانى الدين د کابل او د بدخشان ولايتونو اوسېدونکي دي، چې د رييس خدايداد د سړي تښتونې د ډلې فعاله غړي دي.

دى وايي: "د رييس خدايداد د سړي تښتونې د ډلې دوه کسان نن په تخار کې ونيول شو او هغه ماشوم چې دوى دوه ورځې مخکې له تالقانو څخه تښتولى وو، بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو؛ دغه ډله خطر ناکه ډله ده، موږ هيله من يو چې که کوم غړي يې هم په دغه ولايت کې پاتې وي، د خلکو په مرسته يې ونيسو او د قانون منګولو ته يې وسپارو."

رييس خدايداد تېرکال د ملي امنيت له لوري د غلاوو، سړي تښتونو او وژنو په تور اعدام شو

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.