ميدانښار (پژواک، ٩ غويى ٩٤): د ميدان وردګو ولايت په چک او مرکزي بهسودو ولسواليو کې د ځينو سړکونو په جوړېدو سره به د يادو سيمو خلکو ته د تګ راتګ اسانتياوې رامنځته شي.
د دغه ولايت د سرپرست والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غويي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چک ولسوالۍ د سپينې خاورې له کلي څخه تر خړيانو کلي پورې د ۶،۱ کيلومتر سړک د جغل اچونې چارې نن پيل شوې.
هغه زياته کړه چې پر دغه سړک د کليو پراختيا وزارت له خوا ۲۲ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به يې په دريو مياشتو کې بشپړې شي.
د يو بل خبر له مخې، د دغه ولايت په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې د کليو پراختيا ادارې د ۲،۱ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د ۳۲ کيلومتره سړک د بيا ترميم چارې بشپړې شوې دي .
دغه سړک چې ۱۶ کيلومتره يې د يادې ولسوالۍ له راقولک څخه تر قره قول سيمې پورې او ۱۶ کيلومتره نور د چورم څخه تر کټه سنګ سيمې پورې دی.
د ميدان وردګو سرپرست والي عبدالمجيد خوږياڼي په کليوالي سيمو کې د سړکونو جوړول يوه مهمه اړتيا وبلله او زياته يې کړه، د دغو چارو په بشپړېدو سره به ولسونه وکولای شي چې د موټرو په وسيله خپل ټول اړين کارونه په لږ وخت کې ترسره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن